امریکا له طالبانو سره په قطر کې د خبرو لړۍ بیا پیلوي

امریکا له طالبانو سره په قطر کې د خبرو لړۍ بیا پیلوي

د امریکا متحد ایالات وايي چې راتلونکې اوونۍ به په قطر کې له طالبانو سره د خبرو لړۍ بیا پیل کړي او په دې ترڅ کې به پر نورو مسایلو سربېره د ترورېزم پرضد د مبارزې او په افغانستان کې د بشري بحران په اړه بحثونه شامل وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون خبریالانو ته وویل، په دې خبرو کې به چې دوه اوونۍ دوام کوي، د امریکايي پلاوي مشري د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ کوي.

ښاغلي پرایس زیاته کړه، دواړه لوري به د امریکا د مهمو ملي ګټو په اړه بحث وکړي چې د ده په وینا د داعش ډلې او القاعده شبکې پر ضد د ترورېزم ضد عملیات، بشري مرستې، د افغانستان ځپل شوی اقتصاد او د امریکايي وګړو او د هغو افغانانو د اېستلو مسایل په کې شامل دي چې په شل کلنه جګړه کې یې د امریکا لپاره کار کړی.

ښاغلي وېسټ دوه اوونۍ مخکې په پاکستان کې د طالبانو له مشرانو سره وکتل.

د پخواني حکومت له سقووط وروسته طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د اکتوبر په نهمه او لسمه په قطر کې ترسره شو.

د امریکا ځانګړي استازي تېره اوونۍ له طالبانو سره د مالي مرستې او ډپلوماتیک ملاتړ لپاره د امریکا پر شرایطو ټېنګار وکړ.

دا شرایط د ترورېزم پر ضد مبارزه او د یوه ټولشموله حکومت جوړول، د اقلیتونو، ښځو او نجونو حقونو ته درناوی او هغو ته د تعلیم او کار د انډول امکاناتو برابرول دي.