کرکټ؛ بنګله دېش په لومړي ځل نیوزیلانډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

Jan 5, 2022 - 16:01
 27
کرکټ؛ بنګله دېش په لومړي ځل نیوزیلانډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

بنګله دېش په لومړي ځل نیوزیلانډ لوبډلې ته په خپل کور کې ماتې ورکړه.

د بنګله دېش او نیوزیلانډ ترمنځ د دوه ټېست سیالیو لومړۍ لوبه بنګله دېش وګټله او دا لومړی ځل سو چې بنګله دېش نیوزیلانډ لوبډله په خپل کور کې ماتوي.

د دې لوبې ټاس یا پچه بنګله دېش لوبډلې وګټله او توپوهنه یې غوره کړه چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې د نیوزیلانډ ټول لوبغاړي په ۳۲۸ منډو وسوځول او په ځواب کې یې بنګله دېش ۴۵۸ منډې وکړې.

په دویمه پاڼۍ کې بنګله دېش ښه توپوهنه وکړه او د نیوزیلانډ لوبډله یې په ۱۶۹ منډو وسوځوله چې بنګله دېش بیا د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره د نیوزیلانډ ورکړی هدف پوره کړ او په لومړي ځل یې په نیوزیلانډ کې د ټېست لوبې د ګټلو تاریخ جوړ کړ.