سره صلیب د ملکه ثریا روغتون سره د درملو مرسته وکړه

Jan 14, 2022 - 10:18
 31
سره صلیب د ملکه ثریا روغتون سره د درملو مرسته  وکړه

تیره ورځ دهلمند په مرکزلښکرګاه کي د سره صلیب نړیوالي کمېټې ICRC لخوا د ملکه ثریا۵۰ بستریز نسایي او ولادي روغتون سره د ۶۱ قلمه درملو چي ټول په ۱۳۹ کارتونونو کي وه همکاري وکړه.

د یاد روغتون آمر ډاکتر محمد ولي همت د خبرو پرمهال د سره صلیب نړیوالي ادارې څخه د منني ترڅنګ وویل؛ دې نسايي او ولادي روغتون ته هره ورځ د ناروغانو مراجعه زیاته ده ، چي په وینایي یاد درمل به یې د ۳ میاشتو لپاره د درملو د کمښت اړتیا ور پوره کړي. 

نوموړي وویل، دوی ته د عامي روغتیا ریاست له لوري هم درمل ورکول کېږي ، خو زیاتوي چي د زیاتو ناروغانو د درملني او عملیاتو پر مهال د درملو استعمال ډېر وي ، غوښتنه یي کول ،چي د سور صلیب په څېر دي نوري مرستندویه نړیوالي اداري هم د ورته درملو مرستي راسره وکړي.

د یادوني وړ ده ،چي سور صلیب نړیواله کمېټه د هلمند ترڅنګ په ټول هیواد کي د درملو تر څنګ په نورو برخو کي هم د خلکو سره مرستي کړي.