هلمند کي جهادي مدرسه پرانیستل سول.

نن پنجشنه د ۱۴۰۲ هـ ش کال د ثور یا غوایی په ۲۱ مه نیټه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کي د یوي غونډې پرمهال د جهادي مدرسي پرانیستنه وسول یادو مراسیمو کي د حکومتي مسولینو ترڅنګ ګڼ شمیر دیني عالمانو هم ګډون کړي وو.

May 11, 2023 - 21:09
May 25, 2023 - 10:57
 24
هلمند کي جهادي مدرسه پرانیستل سول.
هلمند کي جهادي مدرسه پرانیستل سول.

نن پنجشنه د ۱۴۰۲ هـ ش کال د ثور یا غوایی په ۲۱ مه نیټه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کي د یوي غونډې پرمهال د جهادي مدرسي پرانیستنه وسول یادو مراسیمو کي د حکومتي مسولینو ترڅنګ ګڼ شمیر دیني عالمانو هم ګډون کړي وو.

د جهادي مدرسي د پرانیستني مراسیمو کي د همدې مدرسي مسول مولوي محمود ثاقب وویل چي همدې جهادي مدرسي کي  به دیولسو د دیني علماوو له لوري کوچني او لوی دوري لپاره زده کوونکو ته  زده کړه ورکوي چي شاوخوا زر تنه زده کړیالانو د جذب ظرفیت  به ولري چي د شپي لیله هم په پام کي ورته نیول سوي ده.

د هلمند پوهني ریس مولوی محمد عوض انصاري د همدې غونډي پر مهال سکون راډیو ته وویل چي د هلمند د طالب علمانو د ډيره وخت همدا غوښتنه وه چي همدا مدرسه ورته فعال سي چي همدا نن یې موږ د پرانیستني شاهدان یوو.

بل لور ته بیا یو شمیر طالب علمان د همدې مدرسي د پرانیستي څخه خوښي څرګندوي او په وینا یې خوښ دي چي په هلمند کي ورته د زده کړو زمینه برابره سوي ده.

هلمند کي داسي مرکزي جهادي مدرسه په فعالیت پیل کوي چي د اسلامي امارت په راتګ سره هلمند کي ګڼ شمیر مدرسي فعاله سوي او زرګونه طالب علمان پکښي دیني زده کړي ترسره کوي.

حافظ احمد نصرت

سکون راډیو