طالبان: دوحه کې خبرې مثبتې دي، مقابل لور ته د اندېښنو په اړه وضاحت ورکړل شوی

طالبان: دوحه کې خبرې مثبتې دي، مقابل لور ته د اندېښنو په اړه وضاحت ورکړل شوی

د طالبانو حکومت هیله‌مند دی چې په دوحه کې پیل شوې خبرې به د افغانستان پر وضعیت مثبت اغېز وکړي.

دوحه کې د طالبانو، امریکايي پلاوي، اروپايي ټولنې او ځینو نورو لورو خبرې پرون پیل شوې او نن هم دوام لري.

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، پرونۍ غونډې یې مثبتې وې او تر ډېره‌یې د اروپايي ټولنې استازو ته د هغوی د اندېښنو په اړه وضاحت ورکړی دی.

پرون هم دوحه کې طالب پلاوي له قطري چارواکو او د اروپايي ټولنې له استازو سره کتلي و. دې کتنو کې د افغانستان په سیاسي وضعیت، د کنګل شویو پیسو په ازادۍ، د بانکي سیستم د سقوط د مخنیوي او له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام خبرې شوې وې.

دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل، د اروپايي ټولنې استازو له طالب پلاوي سره خبرو کې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو، نجونو او ښځو ته د زده‌کړې او د کار د زمینې برابرولو او د بشري مرستو د رسولو په برخه کې خپلې اندېښنې او غوښتنې له دوی سره شریکې کړې.

ښاغلی نعيم زياتوي: "په عام ډول موضوعات په درې برخو را څرخېدل چې هغه د سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت په اړه و. د هېواد وضعیت تشرېح شو. هغوی سره چې د بشر حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو، زده‌کړو او نورو په اړه اندېښنې وې، دوی ته وضاحت ورکړل شو. د بانکي سیستمونو په اړه شته ستونزې مو ورسره شریکې کړې. مجلس مثبت و او نن به هم په همدې تړاو غونډې کېږي."

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند هیله ښيي چې له امریکايي چارواکو، د اروپايي ټولنې له استازو او نورو لورو سره به پیل شوې خبرې د افغانستان پر وضعیت مثبت اغېز وکړي.

ښاغلی محمد نعیم وايي، نن هم له امریکايي چارواکو او د اروپايي ټولنې له استازو سره غونډې لري او په بېلابېلو مهمو موضوعاتو به سره خبرې وکړي.

که څه هم د طالبانو حکومتي پلاوی چې مشري یې د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کوي، د نومبر تر ۲۹مې د دې خبرو دوام یاد کړی، خو تمه ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ تر دوو اوونیو دوحه کې پاتې شي.

هغه به له طالب پلاوي سره پر کتنو سربېره، د امریکا شریکانو او متحدانو سره پر یوې داسې تګ‌لاره کار وکړي چې څه ډول کولای شي په افغانستان کې له روان ټولنیز او بشري وضعیت سره مرسته وکړي.

د امریکا او اروپايي ټولنې اندېښنه د ټولنیز، اقتصادي او بشري ناورین په اړه ده، هغه چې اوس‌‌مهال نه‌یوازې افغانان ورسره مخ دي، بلکې د وضعیت د لا کړکېچنېدو سره کېدای شي، هغه د کمر پر غاړه ولاړ بنسټونه هم له‌منځه یوسي چې تېرو ۲۰ کلونو کې پرې پرېمانه پانګونه شوې.

که څه هم له دې غونډو د طالبانو دوه مهمې هیلې، یوه د افغانستان د بانکي زېرمې خلاصېدل او دوهم د دوی حکومت په رسمیت پېژندل دي، خو له دې مجلسونو وړاندې اروپايي ټولنې یو ځل بیا په ټینګار سره وویل چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌پېژني.

امریکا له وړاندې ویلي چې د طالبانو د رسمیت پېژندو لپاره ډېره لار پاتې ده او دوی د دې جوګه نه‌دي چې د افغانستان ملي شتمني وروسپارل شي.

  • خو ایا په دوحه کې پیل شوې خبرې به وکولای شي دا دریځونه نرم کړي؟

د سیاسي چارو شنونکي شفیق همدرد ازادي راډیو ته وویل: "زه فکر کوم چې امریکا به د افغانستان کنګل شوې پیسې یو څه په مشروط ډول ازادې کړي، خو فکر نه‌کوم چې په نږدې راتلونکي کې دې امریکا د افغانستان نوی نظام په رسمیت وپېژني. ځکه مسایل لا په خپل ځای پاتې دي او دوی لا یوې ملموثې پایلې ته نه‌دي رسېدلي."

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، طالب پلاوي او امریکايي چارواکو په تېرې اکټوبر میاشت کې رسمي لیدنه وکړه او دواړو لورو شوې غونډه اغېزمنه وبلله، خو کانګرس ته د طالبانو د حکومت له لیک وروسته، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ غبرګون وښوده چې لا ډېر کار ته اړتیا شته.