پاکستان سترې محکمې د علي وزیر ضمانت ومانه
د پاکستان سترې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر او د د غه هېواد پارلمان غړي علي وزیر د ضمانت درخواست تایید کړی دی.
ښاغلی وزیر د ۲۰۲۰ کال دسمبر پر ۱۶ مه د سند ایالت پولیسو په غوښتنه د خیبر پښتونخوا په پېښور کې نیول شوی و.
پر نوموړي د همدې کال دسمبر پر شپږمه کراچۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان پوځ پر ضد پاروونکې وینا تور پورې شوی و.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په دې هکله یوه ټویټر پیغام کې وايي: ''بالاخره سترې محکمې د علي وزیر ضمانت ومانه. نوموړی تر یوه کاله پورې د هغو تورونو له کبله زنداني و، چې سیاسي بنسټ یې درلود. هیله ده چې حنیف او اوویس به هم ژر تر ژره خوشي شي. ''
نوموړی زیاتوي: ''له هغو ټولو (مدافع) وکیلانو، سیاسي ګوندونو او خبریالانو مننه چې د علي وزیر غږ یې پورته کړ. ''