د جلال اباد ښار په لومړۍ حوزه کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

Nov 30, 2021 - 15:23
 5
د جلال اباد ښار په لومړۍ حوزه کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

د جلال اباد ښار په لومړۍ حوزه کې څو ساعته د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي چې له نیمې شپې راهیسې د سهار تر ۷ بجو د سپکو او درنو وسلو ډزې کېدې او څو چاودنې هم شوي دي.

ننګرهار کې د طالبانو اطلاعاتي سرچینو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې د ډزو او چاودنو د لامل په اړه معلومات نه لري.

ځینو ځایي خبریالانو بیا لیکلي چې دغلته داعش وسله وال په یوه کور کې تر محاصرې لاندې دي.

تر دې دمه په دې اړه رسمي څه نه دي ویل شوي، خو طالبانو له دې وړاندې په هرات او کندهار کې د داعش پر پټن ځایونو ورته عملیات کړي دي.