طالبانو بیا له امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پانګه خوشې کړي

Dec 1, 2021 - 15:34
 3
طالبانو بیا له امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پانګه خوشې کړي

افغانستان کې د طالبانو حکومت یو ځل بیا له متحده ایالاتونو غوښتي دي چې د افغانستان د مرکزي بانک میلیاردونه ډالر کنګل شوې پانګه دې خوشې کړي.

دا غوښتنه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر ملا امیرخان متقي په مشرۍ پلاوي په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ سره په لیدنه کې کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون ناوخته پر خپل ټویټر ولیکل چې له ټام وېسټ سره لیدنه کې د طالبانو پلاوي د بندیزونو د لېرې کېدو او له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو د لېرې کولو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د امریکا متحده ایالاتونو د افغانستان د مرکزي بانک نژدې نهه نیم میلیارده ډالر پانګه کنګل کړې ده.

د ترهګرۍ پرضد مبارزه، د ښځو او نجونو په شمول د بشري حقونو رعایت او د یو پراخ بنسټه حکومت جوړول د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره اصلي شرایط بلل شوي دي.