د مرموزو وژنو په اړه د امریکا اندېښنه

د مرموزو وژنو په اړه د امریکا اندېښنه

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په یوه جلا ټویټ کې بیا ویلي،‌ امریکا د افغان امنیتي‌ ځواکونو د پخوانیو غړو پر هدفي‌ وژنو او لادرکه کېده ژوره اندېښنه لري،‌ او طالبان له دې اندېښنې خبر دي.

نوموړي ویلي،‌ پر طالبانو یې غږ کړی چې باید خپلو لیکو کې د عمومي‌ بښنې ژمنه عملي‌کړي،‌ او هغو کسانو سره حساب وکړي چې په دې وژنو کې لاس لري.

یاده دې وي‌ چې د بشري حقونو د څار سازمان د سه شنبې پر ورځ خپل تازه رپوټ کې ویلي وو، طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې یوازې په ۴ ولایتونو کې د افغان پولیسو او ملي امنیت سل تنه پخواني غړي وژلي دي.

خو طالبانو له بي بي بي سي سره خبرو کې دا رپوټ رد کړی او وایي،‌ له هېچا غچ نه اخیستل کېږي،‌ او که د دوی وسلوالو په خپل سر څوک وژلي وي نو حساب به ورسره کېږي.‌

د دوحې په خبرو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی شامل و،‌ او همدا راز د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي‌ استازي‌ ټام وېسټ د امریکایي پلاوي مشري کوله.

د امریکا ځانګړي استازي له دې کبله د طالبانو ستانیه کړې چې افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو بهیر کې یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د قطر په دوحه کې د دواړو خواو تخنیکي ډلو هم جلا ناستې ترسره کړې دي او دواړه لوري وایي، هوکړه شوې ده چې راتلونکي کې هم دا ډول کتنو ته دوام ورکړل شي.