برښنا شرکت: سیاسیون، پخواني چارواکي، زورواکي، صنعتکاران او سوداګر یې ۲۶ میلیارد افغانۍ پوروړي دي

Dec 1, 2021 - 17:05
 5
برښنا شرکت: سیاسیون، پخواني چارواکي، زورواکي، صنعتکاران او سوداګر یې ۲۶ میلیارد افغانۍ پوروړي دي

د افغانستان برښنا شرکت مسؤلین وايي، پر پوروړو د یاد شرکت پورونه ۲۶ میلیارډه افغانۍ ته رسیږي.

د افغانستان د برښنا شرکت مسؤلینو نن چهارشنبه ډسمبر ۱ (لېندۍ ۱۰) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په د دغه شرکت په پوروړو کې افغان سیاسیون، د پخواني حکومت چارواکي، زورواکي، صنعتکاران او سوداګر شامل دي.

د افغانستان برېښنا شرکت مسؤلینو نن یوځل بیا خپلو قرضدارانو ته وخت ورکړ ترڅو خپل پورونه تحویل کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت تجارتي رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني نن وویل چې په برېښنا شرکت کې مالي ستونزې او د واردتي برېښنا پورونه دا شرکت له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

ښاغلي رحماني د یادو ستونزو یوازینۍ حل لاره د پخواني ادارې له چاروکو، سیاسیونو، زورواکانو او د پارلمان وکیلانو څخه د پورونو راټولول وبلل.

نوموړي زیاته کړه: "پر پوروړیو کسانو د افغانستان برېښنا شرکت پورونه ۲۶ میلیارد افغانیو ته رسېږي، سیاسیون، د پخواني ادارې چارواکي، زورواکان، صنعتکاران او سوداګر د برېښنا شرکت ستر پوروړي کسان دي. مونږ دوی ته یوه میاشت وخت ورکوو ترڅو خپل پورونه تحویل کړي، له دې پرته به موضوع عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي."

د افغانستان برښنا شرکت وايي چې افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د وارداتي برښنا په میلیونونو ډالره قرضداره دی چې په وینا یې یوه برخه کې د پخواني حکومت په چارواکو پوري اړه لري.

خو یاد شرکت ویاند حکمت الله نورزي نن کنفرانس ته وویل: "د عوایدو راټولولو بهیر په جدیت سره دوام لري، په ورته مهال کې د افغانستان برېښنا شرکت د وارداتي برېښنا پيسو یوه برخه چمتو کړې او په نېږدې راتلونکې کې به تحویل شي".

د افغانستان د برښنا زیاته برخه اوس مهال له ازبکستان او پاتې هغه یې له ترکمنستان، ایران او تاجکستان څخه واردیږي.