کابل کې چاودنه وشوه
نن سهار شااوخوا لس بجې کابل بيا د یوې چاودنې شاهد و.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي خبریالانو ته وویل چې دا چاودنه د کابل ښار د ۱۰مې حوزې اړوند د سلیم کاروان په سیمه کې د سړک د غاړې د ماین له امله وه.
ښاغلي خوستي زیاته کړه چې په چاودنه کې چاته زیان نهدی اوښتی.
که څه هم عیني شاهدانو په سیمه کې د پرلهپسې ډزو خبر ورکړی، خو طالبانو حکومت په دې اړه څه نهدي ویلي.
دا په روانه اوونۍ کې په کابل کې دوهمه پېښه ده.