ملګرو ملتونو د بیوزلو هیوادونو لپاره ۴۱ میلیارده ډالره غوښتي، افغانستان په سر کې دی

ملګرو ملتونو د بیوزلو هیوادونو لپاره ۴۱ میلیارده ډالره غوښتي، افغانستان په سر کې دی

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ ډسبمر ۲ (لیندۍ ۱۱) د راتلونکي میلادي کال لپاره د نړۍ په بیلابیلو برخو کې ۱۸۳ میلیونو وګړو سره د مهمو مرستو په هدف ۴۱ میلیارده ډالر غوښتي دي.

ددغو هیوادونو وګړي چې افغانستان یې په سر کې دی د جګړو او بیوزلۍ له امله جدي ‌مشکلاتو سره مخ دي.

ملګرو ملتونو یوازې د افغانستان لپاره چې اوس طالبان پرې واکمن دي، د ۴.۵ میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې او ویلي دي چې "په افغانستان کې اړتیاي خورا زیاتې دي."

ملګرو ملتونو په خپل کلني درخواست کې ویلي دي چې قحطۍ د نړۍ په ۴۳ هیوادونو کې د ۴۵ میلیونو کسانو ژوند له جدي مشکل سره مخ کړی.

دغه سازمان زیاته کړې، اقلیمي بدلونونو خوړو ته لاسرسی محدود کړی او ۴۱ میلیاردو ډالرو غوښتل د ملګرو ملتونو په کلنۍ بودیجه کې ۱۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکي مارټین ګرفیټس خبریالانو ته وویل:" د ضرورتونو دلایل هغه دي چې موږ ټولو ته څرګند دي، په دې کې اوږدې جګړې، سیاسي بې ثباتۍ، ناکامه اقتصادونه، اقلیمي کړکیچونه او بې له شکه کویډ ۱۹شامل دي."

ملګرو ملتونو مرسته کوونکو ته په یوه راپور کې ویلي دي چې له دوامدار او عاجل اقدام پرته کیدای شي ۲۰۲۲ کال له ناورینونو ډک وي.

په راپور کې ویل شوي چې افغانستان ، سوریه، یمن، ایتیوپیا او سوډان هغه پنځه هیوادونه دي چې ډیرې بودیجې ته ضرورت لري.

رویټرز خبري آژانس لیکلي چې په افغانستان کې ۲۴ میلیونه کسان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري او دا مشکلات د سیاسي جنجالونو، مکررو اقتصادي ټکانونو، او په تیرو ۲۷ کلونو کې د ناوړه وچکالۍ له امله د خوراکي توکو د ناوړه کموالی له امله رامنځ ته شوی دی.

ښاغلي ګرفیتس زیاته کړې، ملګري ملتونه هڅه کوي د نړیوال بانک او د ملګرو ملتونو د سیستم په مرسته په افغانستان کې د نغدو پیسو د تبادلې نوښت رامنځ ته کړي څو له مخې یې د هغه هیواد اقتصاد ته نغدي پیسې داخلې شي.

نوموړي وویل:"په افغانستان کې د نغدو پیسو نشتون د هر ډول خدماتو د وړاندې کیدو په وړاندې لوی خنډ ګڼل کیږي. هیله من یم چې وکړای شو یو کار وکړو او د روانې میاشتې تر پای یې ترلاسه کړو."

ملګري ملتونه په داسې حال کې دا غوښتتنه کوي چې نړیوال بانک د افغانستان له خراب او کمزوري اقتصاد سره د مرستې په هدف هغه هیواد ته د ۲۸۰ میلیونو ډالرو کنګل شوي‌ پیسو لیږد سره موافقه کړېده.

له موضوع څخه دوو باخبره سرچینو رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د نړیوال بانک بورډ د چهار شنبې په ورځ ډسمبر لومړۍ (لیندۍ ۱۰) دوو مرسته رسونکو بنسټونو ته ددغو پیسو د انتقال ملاتړ کړی دی.