بلېنکن: ناټو افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو سره په مبارزې تمرکز لري

Dec 2, 2021 - 15:55
 4
بلېنکن: ناټو افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو سره په مبارزې تمرکز لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي د ناټو متحدین په افغانستان کې د داعش خراسان په شمول له ترهګرو ډلو سره په مبارزې باندې تمرکز لري.

انتوني بلېنکن دا خبره پرون د لاتویا په پلازمېنه ریګا کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته کړې ده.

بلېنکن ویلي: "په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت له ختمېدو درې میاشتې وروسته متحدین د داعش خراسان په شمول له ترهګرۍ سره په مبارزې باندې متمرکزه دي او موږ هڅه کوو چې د ناټو لپاره یوه نوې ستراتېژيکه تګلاره برابره کړو څو ډاډمنه شي چې متحدین په یوه بدلېدونکې نړۍ کې نویو ګواښونو سره د مبارزې لپاره چمتو دي."

بلېنکن له افغانستان د خلکو د را ایستلو په مأموریت کې د ناټو له غړو مننه وکړه چې په ګډه‌یې له امریکا سره د څه باندې ۱۲۰ زره کسانو په را ایستلو کې مرسته وکړه.