روسیې له افغانستانه د خلکو د ایستلو ۳مه او وروستۍ الوتنه ترسره کړه
د روسیې دفاع وزارت وایي، له افغانستانهیې د خلکو د ایستلو درېیمه او وروستۍ الوتنه ترسره کړه.
د روسیې تاس خبري اژانس د دې وزارت له قوله وویل، په دغه پوځي الوتکه کې چې د مسکو د چکالوفسکي په هوایي ډګر کې کېناسته، د روسیې، افغانستان او د یو شمېر نورو هېوادونو اتباع ولېږدول شول.
د راپور له مخې د روسیې پوځ په درېیو الوتنو کې له ۲۰۰ زیات کسان له افغانستانه ایستلي دي.
په عین حال کې د روسیې د ساینس او لوړو زدهکړو وزارت ویلي چې د هغو افغان محصلانو چې د روسیې په پوهنتونونو کې یې زدهکړې کولې، لومړنۍ ډله دې هېواد ته رسېدلې ده.