ناټو: باید د افغانانو د بېړنۍ تخلیې د عملیاتو ظرفیتونه لوړ شي

ناټو: باید د افغانانو د بېړنۍ تخلیې د عملیاتو ظرفیتونه لوړ شي

ناټو له افغانستانه د خلکو د ایستلو پر عملیاتو د خبرو په ترڅ کې په دې ټینګار وکړ چې باید د تړون د غړو هېوادونو د بېړنۍ تخلیې د عملیاتو ظرفیتونه لوړ شي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون چهارشنبه د لاتویا په پلازمېنه ریګا کې د افغانستان له ۱۸ کلن مأموریته پر اخیستو درسونو خبرې وکړې.

ناټو دوه کاله وروسته له دې چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف د طالبانو رژیم وپرځاوه، په افغانستان کې مأموریت پیل کړ.

د ناټو له خبرپاڼې سره سم، د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دې لپاره غونډه وکړه چې د اګسټ په ۱۵مه د افغانستان د حکومت له پرځېدو وروسته د ناټو د تړون د عملیاتو پر پایلو او پر هغو درسونو خبرې وکړي چې دوی د افغانستان له مأموریت څخه ترلاسه کړي دي.