هند د افغانستان د کړکېچ په اړه د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي سره خبرې کړي

هند د افغانستان د کړکېچ په اړه د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي سره خبرې کړي

د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هارش واردان شرینګلا پرون چهارشنبه د افغانستان د کړکېچ په اړه د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره خبرې وکړې.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باګچي وویل، دواړو خواوو موافقه وکړه چې د هند او اروپايي اتحادیې ترمنځ د افغانستان په اړه همغږي دوام وکړي.

له بلې خوا د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د افغانستان پر حالاتو د خبرو لپاره مسکو ته تللی دی.