هندوستان: ۲۰۰ افغانانو ته مو تازه ویزې او ۴ زرو ته اقامه ورکړې

هندوستان: ۲۰۰ افغانانو ته مو تازه ویزې او ۴ زرو ته اقامه ورکړې

‏هندي چارواکي وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې یې ۲ سوو افغانو ته عاجلې ویزې ورکړي او هم یې ۴ زرو نورو ته په هندوستان کې د استوګنې ویزې ورکړي دي.

دا خبرې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر نیتیاناند رای د خپل هېواد پارلمان ته کړي دي.

انډیا ټوډی د هغه په حواله زیاتوي، چې هندوستان پر دغو افغان اتباعو او نورو ټولو بهرنیو وګړو د پناه غوښتنې اړوند خپل قوانین عملي کوي او په ناقانونه ډول چا ته د ورتلو او اوسیدو اجازه نه ورکوي.

پر هندوستان سختې نیوکې دي، چې د افغانستان له نسکور شوي جمهوري نظام سره یې د سقوط په درشل او هم وروسته وضعیت کې سم لاسنیوی ونه کړ.

ډېرو هند پلوو افغانانو تمه لرله، چې هندوستان به د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته پاکستان ضدو څېرو او فعالانو ته یو ښه پناه ځای شي.

له دې کبله په ټولنیزو رسنیو او بحثونو کې د هندوستان سره د دوستۍ په اړه له څه مودې راهیسې د افغانانو دریځونه بدل شوي ښکاري.

هندوستان له طالبانو سره د تعامل په حال کې دی او تمه کیږي، چې زر به په کابل کې خپل سفارت هم پرانیزي.

هندي چارواکو ویلي، چې د سفارت پرانیستل به یې د طالب واکمنۍ د په رسمیت پېژندلو په مانا نه وي.

هندوستان له افغانستان سره د بشري ناورین د مقابلې لپاره د غنمو مرسته هم اعلان کړې، خو د پاکستان د نه همکارۍ له کبله یې تراوسه د دغه هېواد له لارې افغانستان ته په لېږدولو نه دی توانیدلی.