د ښځو د تېنس ټولنې په چین کې خپل ټول تورنمنټونه وځڼډول

د ښځو د تېنس ټولنې په چین کې خپل ټول تورنمنټونه وځڼډول

د ښځو د تېنس ټولنه وايي چې په چین کې یې خپل ټول تورنمنټونه وځڼډول.

په هغه اعلامیه کې چې د ښځو د تېنس ټولنې له‌خوا خپره شوې راغلي، دغه ټولنه د چین د تېنس ستوری پنګ شوای له‌خوا د دغه هېواد د کمونېست ګوند پر یوه مخکښ غړي د جنسي ځورونې د تورونو په وړاندې د بیجنګ د چوپ پاتې کېدو له امله، په چین او هانک کانګ کې خپل ټول تورنمنتونه ځڼډوي.

د چین د تېنس ستوری اغلې پنګ شوای د نومبر میاشتې په ۲مه نېټه په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل چې درې کاله وړاندې د کمونېست ګوند یوه مخکښ غړي او د چین د صدراعظم مرستیال له هغې د جنسي اړیکو غوښتنه وکړه، خو د هغې دغه لیکنه ډېر ژر له ټولنیزو رسنیو لیرې او اغلې شوای د دوو اوونیو لپاره تري تم شوه.

د ښځو د تېنس ټولنې مشر ستیف سیمون ویلي، هغه نه‌شي کولای په داسې یو حال کې خپل لوبغاړي د تېنس د تورنمنټونو لپاره چین ته ولېږي، له همدې امله‌یې ټول تورنمټتونه وځڼډول.