افغانستان کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه په بې ساري کچه لوړه شوې

Dec 7, 2021 - 15:42
 4
افغانستان کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه په بې ساري کچه لوړه شوې

په افغانستان کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه بې سارې کچې ته لوړه شوې ده.

د کابل د صرافانو شهزاده سرای پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، نن سې شنبه یو ډالر له ۹۹ افغانیو سره بدلېږي.

افغانستان کې چې تر ډېره په کې مصرفي توکي وارداتي دي د ډالرو د لوړېدو بیه عام ولس پرې کوي، ځکه چې سوداګر او دوکانداران د ډالرو له لوړېدو سره توکي هم لوړ پلوري.

د ډالرو بیه وروستیو څو ورځو کې له ۹۶ نه ۹۹ افغانیو ته پورته شوه.

په افغانستان کې د نغدو پیسو کموالی، پر بانکونو بندیزونه او د افغانستان د شتمنۍ کنګل کې کېدل هغه لاملونه یاد شوي چې پر اساس یې د ډالرو بیه وخته.