برتانیې له افغانستان سره نیږدې ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

Dec 12, 2021 - 16:27
 4
برتانیې له افغانستان سره نیږدې ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

برتانیې ویلي، چې له افغانستان سره د ۷۵ میلیونه پونډو، چې نیږدې ۱۰۰ میلیونه ډالره کیږي، بشري مرسته کوي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له دې مرستو څخه ۳۴ میلیونه پونډه د نړیوال خوراکي پروګرام له لارې ترسره کیږي.

دا مرسته د اوو صنعي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له ګډې غونډې وروسته اعلان سوې ده.

په دې ناسته کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې سوي.

د برتانیې بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د افغانستان په اړه د اوو صنعتي هېوادونو له دریځ څخه خوښ دی.

هغه ټينګار کړی، چې له افغانستان سره باید مرستې زیاتې او د بشري ناورین مخنیوی یې وسي، څو د نورو ستونزو د مخنیوي ترڅنګ د کډوالۍ بحران د پراختیا ممانعت سوی وي.

د ملګرو ملتونو په حواله، د افغانستان تر ۲۴ میلیونو پورې خلک سخت وږي دي او ډوډۍ نه لري، چې ممکن یوه برخه یې د فقر له کبله تلف هم سي.

طالبانو بیا د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو ارقام او خبرداري په دې اړه رد کړي او رسنیز تبلیغات ګڼلي، خو په دې برخه کې یې د خپل اصلي ملاتړي او مدافع هېواد( پاکستان) د صدراعظم او نورو چارواکو خبرداریو ته چې وایي افغانستان کې بشري فاجعه روانه ده، غبرګون نه دی ښودلی.