روسیې ته د جي - سېون ګواښنه؛ که پر اوکراين یرغل وکړي، درنه بیه به یې پرې کړي

Dec 13, 2021 - 14:18
Dec 13, 2021 - 14:19
 4
روسیې ته د جي - سېون ګواښنه؛ که پر اوکراين یرغل وکړي، درنه بیه به یې پرې کړي

د نړۍ اووه لویو شتمنو هېوادو روسیې ته خبرداری ورکړی، چې که پر اوکرایین پوځي یرغل وکړي، له جدي پایلو سره به مخامخ سي.

مسکو ته د اوو سترو اقتصاد لرونکو هېوادو دا خبرداری په برتانیا کې د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې داسې مهال واورول سو، چې تېره اونۍ امریکايي ولسمشر هم ورته همدغسې ګواښنه کړې وه.

روسیه ټینګار کوي، چې پر اوکراین د برید تکل نه لري، خو د دې ضمانت غواړي ناټو به د اوکراین په ختیځ کې خپل پوځي فعالیتونه نه ډېروي.

په بریتانیا کې د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې د جي اوه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، دوی د اوکراین حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته ژمن دي او که مسکو پر خپل ګاونډي اوکراین پوځي یرغل وکړي نو ګرانه بیه به یې پرې کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټروس وویل د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ته یې د جي - اوه هېوادونو لخوا روښانه پیغام واستاوه. نوموړې وايي:

''موږ یو روښانه ګډ پیغام ولادیمیر پوتین ته د جي - اوه هېوادونو له غونډې واستاوه، موږ له روسیې غواړو چې د اوکراین پرضد له پوځي تېري لاس واخلي، موږ دا روښانه کړې چې که روسیه پر اوکراین یرغل وکړي نو له جدي پایلو سره به مخامخه سي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړه چې د جي اوه هېوادونو لخوا اقدامات د دې لپاره دي چې روسیه پر اوکراین له یرغل کولو نه لاس په سر سي.

د نوموړې په وینا که روسیه پر اوکراین د برید لپاره اقدام وکړي نو دا به یوه ستراتژیکه تېروتنه وي.

دا په داسې حال کې ده چې لسګونه زره روسي پوځیان وار دمخه د اوکراین له ختیځې پولې سره په وروستیو اونیو کې ځای پرځای سوي دي.

کرملین دا خبره ردوي چې ګواکې پر اوکراین د پوځي یرغل پلان لري او اوکراین یې تورن کړی چې تحریکوونکې اعمال ترسره کوي.

دغه راز کرملین د دې ضمانت غواړي چې ناټو به د اوکراین په ختیځ کې خپل پوځي حضور او فعالیتونه نه پراخوي او دغلته به وسلې نه ځای پرځای کوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټروس په دې اړه چې آیا دوی د پوځي یرغل په صورت کې د روسیې پرضد د پوځي اقدام نیت لري او که نه وویل، بریتانیا له اوکراین سره د دفاعي او امنیتي وړتیاوو د ډېرولو په برخه کې کار کوي او په دې برخو کې یې ملاتړ کوي.

په همدې حال کې د کاتولیکو مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس د اوکراین پر سره د لویدیځو هېوادونو او مسکو ترمنځ د کړکېچ د له مینځه وړلو غوښتنه کړې او وايي په خپلو دوعاګانو کې به اوکراین او د دې هېواد خلک یاد ساتي.

نوموړی وايي: ''زه به د ګران اوکراین، د اوکراین د کلیساوو، مذهبي ټولنو او ټولو خلکو لپاره دوعاګانې وکړم چې رامنځ ته سوی کړکېچ د نړیوالو خبرو له لارې هوار سي نه د وسلې په زور. زه د هغو شمېرو له امله ځورېږم چې وايي په ۲۰۲۱ کال کې د وړم کال پرتله ډېرې وسلې جوړې شوې دي. وسله د حل لاره نه ده. ''

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم تېره اونۍ ولسمشر ولاديمير پوتين ته خبردارى ورکړى و که د اوکراين پر وړاندې پوځي اقدام وکړي نو پر مسکو به پياوړي اقتصادي بنديزونه ولګول سي.

د دواړو ولسمشرانو په دوه ساعته ويډيويي کتنه او خبرو کې ښاغلي بايډن یو ځل بیا د اوکراين د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ملاتړ وکړ.

اوکراین له اروپايي ټولنې او روسیې سره ګډې پولې لري خو د پخواني شوروي اتحاد دغه جمهوریت له روسیې سره ژورې ټولنیزې او کتلوري اړیکې لري.