هند کې ایسار پخواني افغان سرتیري: اقتصادي ستونزو سره مخ یو

Dec 14, 2021 - 15:32
 5
هند کې ایسار پخواني افغان سرتیري: اقتصادي ستونزو سره مخ یو

په هند کې د افغانستان د پخواني پوځ لسګونه بند پاتې سوي افسران وایي چې له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخامخ دي.

دوی چې وایي، شمېر یې ۱۸۰ تنو ته رسېږي، د پوځي زده کړو لپاره هند ته تللي دي چې هلته یې ښوونیزه دوره هم پای ته رسېدلې ده.

د رحیم الله په نوم له دغو افسرانو یوه نن رسنیو ته وویل چې نه یې د هند حکومت او نه هم هلته د افغانستان سفارت د دوی غم خوري.

رحیم الله وایي، وطن ته له ستنېدو هم وېره لري: "نه امکانات شته او نه هم افغان نظامیانو ته داسې امن فضا شته چې موږ بېرته افغانستان ته وګرځو، زموږ سرته خطر دی هلته او موږ نه سو کولای چې په دغه نظام کې بېرته وطن ته وګرځو."

له دې وړاندې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وویل چې طالبانو یوازې په ۴ ولایتونو کې د پخواني حکومت سل پوځیان وژلي او یا تري تم کړي دي.

طالبانو بیا دا راپور رد کړ او ويې ویل، هېچا ته په پخواني نظام کې د غړیتوب له کبله سزا نه ده ورکړل سوې.