دیبرالاینز افغانانو سره د یوناما د مرستو ډاډ ورکړی

دیبرالاینز افغانانو سره د یوناما د مرستو ډاډ ورکړی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې له افغانانو سره د دغه سازمان د مرستو ډاډ ورکړی.

دا خبره یوناما/ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت په خپل ټوېټر لیکلې.

د بیان له مخې د یوناما مشرې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز دوشنبه ناوخته د افغانستان له مخکیني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.

هغې له کرزي سره په لیدنه کې ویلي چې ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره د ملاتړ د دوام لپاره ژمن دي.

هاخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له دیبرا لاینز سره د خپلې پرونۍ لیدنې په اړه بیان ورکړی.هغه ویلي دي چې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره یې د افغانستان په روان بشري او اقتصادي وضعیت په تېره بیا له معلمینو او استادانو سره د مرستو او د ښوونځیو د بیا پرانېستې لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو بحث وکړ.