بېلاروس ځینې وېب بلاګ لیکونکي او د اپوزیسیون فعالان محکوم کړي

بېلاروس ځینې وېب بلاګ لیکونکي او د اپوزیسیون فعالان محکوم کړي

د بېلاروس یوې محکمې یو شمېر وېب بلاګ لیکونکو، د اپوزیسیون فعالانو او د اپوزیسیون د جلا وطنې مشرې سویتلانا څیخانو سکایا مېړه ته د سختو سزاوو حکمونه صادر کړي دي.

مشهور بلاګ لیکوونکي سیارهې څیخانوسکي یې په اتلس کاله بند محکوم کړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې دغه حکمونه غندلي دي. ټول دغه کسان تېر کال د ولسمشرۍ په لانجمنو انتخاباتو کې نیول سوي وو.

هغه انتخابات چې په پایله کې یې د بېلاروس مستبد مشر الکساندر لوکا شینکو د شپږم ځل لپاره ځان ګټونکی اعلان کړ.

د بشري حقونو ډلې هغه شپږ تنه چې پرون سې شنبه د بېلاروس په جنوب ختېځ ښار هومل کې د تړلو دروازو تر شا محکوم سوي، سیاسي بندیان بولي.

د دغو کسانو ۱۷۳ ورځنۍ محاکمه د بېلاروس د محاکمو په تاریخ کې تر ټولو اوږده محاکمه بلل کېږي.