د هرات او کندهار پر لویه لاره د ترافیکي پيښي له امله ۴ تنه زخمیان سوي.

Jan 18, 2022 - 09:20
 8
د هرات او کندهار پر لویه لاره د ترافیکي پيښي له امله ۴ تنه زخمیان سوي.
دغه پېښه پرون مازدیګر ۵ بجې دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په بازار کي د رود او سید تاجدار آغا د زیارت ترمنځ د دوو لوکسل ماډل موټرانو د ټکر له امله رامنځته سوې.
د عیني شاهدانو په وینا: دواړه موټران مخ په مخ ټکر سوي چي ددغه ټکر سوو موټرانو له جملې یې یو موټر د تیز سرعت له امله په ولاړ ټیلر کي لګیدلې چي په نتیجه کي یې ۴ تنه زخمیان سوي چي د درملني په موخه ایمرجنسي روغتون ته انتقال سوي دي.
د روغتون د ډاکټرانو په خبره د یاد زخمیانو روغتایي حالت د اندېښنې وړ نه دي.
دا لومړۍ ځل ندی چي پر یاده لویه لاره داسې پیښه رامنځته کیږي بلکې له دې وړاندې هم ورته پیښي رامنځته سوی چې مرګ ژوبله یې له ځان سره لرلې ده