د سکون رسنیز ګروپ او عمري د روغتیایی علومو انستیتوت ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سوو.

Jan 24, 2024 - 18:48
 109
د سکون رسنیز ګروپ او عمري د روغتیایی علومو انستیتوت ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سوو.
د سکون رسنیز ګروپ او عمري د روغتیایی علومو انستیتوت ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سوو.
ددې هوکړه لیک پر بنسټ به دواړه لوري له یو بل سره همکاري او د ټولني د پرمختک لپاره خپلي هڅي نه سپموي.
د هوکړه لیک د لاسلیک کولو پر مهال د سکون رسنیز ګروپ مسول حافظ احمد نصرت وویل:چې عمري د روغتیایی علومو انستیتوت هلمند کي یو معتبر او په عصري امکاناتو او ټکنالوژي سمباله اداره ده چې د هلمند ځوانان د روغتیا په برخه کې روزي.
دده په خبره چې د سکون رسنیز ګروپ له لوري به ددې انیستیتوت د رسنیزو فعالیتونو د چټکولو لپاره د خپل مسلکي کاري ټیم په مټ خپلي هڅې ونه سپموي.
عمري روغتیایی علومو انیستیتوت اداري مرستیال عبدلطیف عوام د هوکړه لیک د لاسلیک کولو پر مهال خوښي وښودل چې په رسنیز ډګر کي د هلمند له مخکښې رسنۍ سره د خپلو رسنیزو فعالیتونو د دوام لپاره هوکړه کوي.
دده په خبره چي د عامي روغتیا وزارت د لوایحو او نوښتګرو پروګرامونو پر بنسټ د روغتیایی علومو انیستیتونه باید خپلې علمي تجربو،علمي پروګرامو او نوښتونو د پرمخ وړلو لپاره له نورو اړونده بنیادونو او سازمانو سره ګډه همکاري ولري.
سکون رسنیز ګروپ داسي مهال د عمري روغتیایی علومو انیستیتوت سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کوي چې دا اداره هلمند کي په ۹۰،۱ اف ام څپه خپروني وړاندې کوي او د راډيو ترڅنګ یې خپروني د ویبپاڼې په مټ په ټوله نړۍ کي اوریدل کیږی،چې ددې فعالیتونو سره سره په رسنیز چوکاټ کي پروډکشن او مهالنۍ جریده هم لري.