هلمند کې د کتاب مطالعې کچې کمېدل !

Nov 30, 2025 - 13:45
 4
هلمند کې د کتاب مطالعې کچې کمېدل !

د هلمند اوسېدونکي په دغه ولایت کې د کتاب د مطالعې کمېدو اندېښمن کړي او وایې چې په دې وروستیو کې دغه ولایت کې لوستي ځوانان کتاب مطالعي پرځای د موبایلو ټولنیزو شبکو ته مخه کړی

مسوولین بیا ډاډ ورکوي چې په دغه ولایت کې څلور لوي عامه کتابتونو جوړشوي او ډیری د کتاب مطالعې پروګرامونو یې ترسره کړي لا هم هڅې کوي چې د کتاب مطالعي ته وده ورکړي .

که څه هم  هلمند کې د اسلامي امارت بیا واکنېدو سره کتابتونونه زیات شوي دي خو په دغه ورسیتو کې د هېواد د نورو ولایتونو تر څنګ په هلمند کې هم د مطالعې کچه کمه  شوی او ډېری ځوانان د کتاب له مطالعې لېرې شوي دي.

د دغه ولایت اوسېدونکي یې ستر لامل په ټولنېزو رسنیو کې د ځوانانو بوختیا او د ځیرکو موبایلونو کارول په ګوته کوي .

د لښکرګاه ښار  دوه  اوسېدونکې ولي محمد احمدي او محمد خان  د کورنۍ پر مشرانو غږ کوي چې د ځوانانو روزنې او د مطالعې هڅولو ته جدي پام وکړي.

«د کورنۍ مشران باید خپل لوستي ځوانان مطالعې ته وهڅوي او ځوانان پخپله هم مطالعه وکړي»

« د کتاب مطالعې لپاره تر ټولو زیات هڅونه د کورنیو د مشرانو لخوا کېږي زه هم پردې ټنیګار کوم چې کورنۍ مشران باید دغه د کتاب مطالعې لپاره ځوانان تشویق کړي «

په هلمند کې لیکوال او تاریخ پوه محمد اسماعیل شریعت یار هم وایي، اوس مهال ډېری وخت ځوانان ټیلفون کاروي او د ټیلفونونو کارونې د دوی د مطالعې مخه نیولې.

نوموړي پر ځوانانو غږ وکړ، چې مطالعې ته مخه کړي.

« زما غوښتنه له ټولو ځوانانو څخه داده چې دوی د مبایلونو کارونې پرځای کتاب مطالعي ته مخه کړي؛ ترڅو د کتاب مطالعي دود راتلونکو نسلونو ته پاتي شي «

بلخوا بیا د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست ګرځندویه امر مولوي حیات الله یوسف وایې ، ددوي دریاست لخوا د هلمند د مرکز په ګډون په دوه ولسوالیو کې څلور لوي کتابوتونه د مطالعې په په موخه  جوړکړي او لاهم هڅې کوي چې ددې ولایت په په نورو ولسوالیو کې لاهم نور کتابوتونه هم جوړکړي .

نوموړی زیاتوي د ځوانانو د مطالعې دودولو لپاره مخکي یو لړ پروګرامونه ترسره کړي  لاهم هڅه کوي چې نور هم د کتاب مطالعې په هدف یو لړ پورګرمونه هم ترسره کړي .

« د اطلاعاتو کلتور ریاست په مرکز لښکرګاه ښار کې یو عامه کتابوتون جوړ کړي او دغه ډول بست تاریخي کلا ، سنګین ولسوالۍ کې او ګرشک ولسوالۍ کې چې ځوانان تشویق شي مطالعه وکړي چې یاد کتابتونوکې د هري برخې کتابونه پکې شتون لري دا کتابتونونه د لوستو خلکو او ځوانانو د مطالعې د لپاره جوړشوي ترڅو دوي مطالعه وکړي او نوي نسل هم د کتاب مطالعې ته هڅېږي « 

دا په داسې حال کې ده چې په وروستۍ لسیزه کې په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو کارول پراخه شوي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د تېر راپور پر بنسټ ، تر لس میلیونه ډېر افغانان انټرنیټ کاروي، چې ډېری په ټولنیزو رسنیو کې بوخت وي.

راپور: حافظ احمد نصرت