ايران کې د حکومت ضد معترضانو د درې ورځني اعتصاب غوښتنه کړې.

Dec 5, 2022 - 10:44
 48
ايران کې د حکومت ضد معترضانو د درې ورځني اعتصاب غوښتنه کړې.

د ایران د حکومت ضد معترضانو په روانه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د درې ورځني اعتصاب او د چهارشنبې په ورځ د پلازمېنې تهران د ازادۍ چوک پر لور د لاریون غوښتنه کړې.

د دې اعتصاب غوښتنه په هغو پوستونو کې سوې چې پر ټویټر خپاره شوي او رویټرز خبري اژانس یې راپور ورکړی.

په تېرو څو اونیو کې د اعتراضونو لپاره ورته غوښتنې شوې وې چې په نتیجه کې یې ګڼ خلک مظاهرو ته راووتل او د ایران وضعیت کړکېچن سو.

د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته دا د حکومت پر ضد تر ټولو پراخ اعتراضونه دي.

په دې اعتراضونو کې د فعالانو د خبري اژانس هرانا HRANA د راپور له‌مخې د شنبې تر ورځې پورې د ۶۴ ماشومانو په ګډون ۴۷۰ معترضان او ۶۱ تنه امنیتي پرسونل وژل سوي او همدا راز ۱۸۲۱۰ معترضان نیول سوي دي.

په ایران کې دا اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې د مهسا امیني په نوم یوه پېغله د پوره حجاب د نه مراعاتولو په پلمه د ایران د امربالمعروف پولیسو یا ګشت ارشاد د کسانو ل‌ خوا ونیول سوه او د سپتمبر په ۱۶مه یې په توقیف کې سا ورکړه.

په همدې حال کې په هغو پوستونو کې چې پر ټولنیزو شبکو او د شاروغ په څېر په ځینو ورځپاڼو کې خپاره سوي راغلي دي چې، په تېرو څو اونیو کې په واټونو کې د ګشت ارشاد پولیس لږ لیدل کېږي ځکه چارواکي احتمالا هڅه کوي چې د نورو اعتراضونو د پارولو مخه ونیسي.

د شنبې په ورځ د ایران لوی څارنوال وویل چې د ګشت ارشاد پولیسو تشکیل منحل سوی دی.

سکون راډیو