د ايران پارلمان ته پر جعلي خبرونو د جريمې طرحه وړاندې سوه.

Dec 21, 2022 - 13:09
 41
د ايران پارلمان ته پر جعلي خبرونو د جريمې طرحه وړاندې سوه.

د ایران تندلارو وکیلانو هغه طرح د تصویب لپاره پارلمان ته وړاندې کړې چې له‌مخې یې د جعلي خبرونو پر خپروونکو لویې جریمې وضع کېږي.

د دې طرحې په اساس د جعلي خبرونو خپروونکې رسنۍ به په ټولنه کې د خپلو خبرونو د ناوړه عواقبو د خپرولو لپاره مسوول وګڼل سي.

دا اصول به په هر راز خبرونو کې د تطبیق وړ وي.

دایران د پارلمان د حقوقي او قضايي کمېسیون غړي محمدتقي نقدالي پرون وویل، دا جریمه به نه یوازې هغې رسنۍ ته ورکول کېږي چې د ناوړه عواقبو لرونکي خبرونه خپروي بلکې هغه د هغو افرادو او رسنیو لپاره به هم په پام کې ونیول شي چې په خبرونو کې مبالغه کوي.

تسنیم چې د سپاه پاسداران ځواک اړوند خبري اژانس دی ویلي، د دې پلان هدف د هغو اعتراضونو مخنیوی دی چې د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې پېغلې مهسا امیني له مړینې وروسته له سپټمبر میاشتې راهیسې په ایران کې پیل سوي دي.

سکون راډیو