هلمند کي د کرکیټ انټرکلپ سیالۍ پیل سوې.

Sep 16, 2024 - 19:27
 20
هلمند کي د کرکیټ انټرکلپ سیالۍ پیل سوې.

نن دوشنبه د هلمند په مرکزي کرکیت لوبغالي کي د اتلسو لوبډلو تر منځ د انټرکلپ رسمي لوبی د سکون رسنیزګروپ لوبډلی او مجیب لوبډلي په لوبه پیل سوي. یادي سیالۍ چي په یو ورځنۍ بڼه ترسره کیږی چي شاوخوا دوې میاشتي به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په اړه د هلمند  کرکیټ امریت مسؤلین وایی چي دا سیالۍ د افغانستان کرکیټ بورډ له خوا په رسمي ډول هر کال په ټولو ولایتونو کي د وړ او مجربو لوبغاړو د موندولو په موخه په لاره اچول کيږي او هدف یي دا دی ترڅو وړ او مجرب لوبغاړي پیدا کړي چي په راتلونکي کي د هلمند او افغانستان استازیتوب لوبي ترسره کړي.

په ورته وخت کي د کرکیټ څارونکي کي هم یادي لوبي مهمی ګڼي او وایي چي ددې لوبو په واسطه لوبغاړی کولای  سي ځان ثابت کړي تر څو راتلونکی کي په نولس کلنو، الف لوبډله او ان ملي لوبډله کي ولوبیږي.

په همدې حال کې لوبغاړي هم خوښ دي چي دداسي سیالیو زمینه ورته برابره سوي چي په وسیله یی دوی کولی سي خپل  استعدادونه راڅرګند کړي او وایی چي دا او دې ته ورته سیالی دي لا ډېري سي تر څو نورو لوبغاړو ته هم دا چانس په لاس ورسي چي خپل د کرکیټ د مخته تګ ارمانونه پوره کړي.

هلمند کی داسی مهال د انټرکلپ سیالي پیلیږي چي د هلمند سره سره یادي سیالۍ  هر کال د افغانستان کرکیټ بورډ له لوري په ټولو ولایتونو کي ترسره کیږي چي هدف یي د کورني کرکیت وده او د نویو لوبغاړو پیدا کول دي.

کرم خان سمسور

سکون راډیو