هلمند کي د یو میلیون ډالرو په لګښت د ودونو یو صالون پرانیستل سوو.
دا د هلمند مرکز لښکرګاه ښار غازي محمد ایوب خان مینه کي د ودونو صالون دی چي تیر ماښام د یو لړ ځانګړو مراسیمو په ترڅ کي پرانیستل سوو.
د نوی عمري ساختماني او تجارتي شرکت مسولین وايي چي دا د ودونو صالون یې د یو میلیون امریکایی ډالرو په لګښت جوړ او تیر ماښام یې ګټي اخیستني ته وسپاري.
د دوي په خبره چي یاد صالون په یو ځل دوه زره کسانو د ځایولو ظرفیت ولري چي د هلمند میشتو د لویو ودونو او خوشحالیو د مراسیمو لپاره به په لوړ کیفیت خدمات وړاندې کوي.
لښکرګاه ښاریان بیا هلمند کي د داسي لوی او معیاري د ودونو د صالون جوړ یو ښه او نیګ ګام یادوي او غوښتنه کوي پانګوال باید په کور دننه سرمایه ګذاري وکړي ترڅو هم هیواد اباد او هم خلکو او ټولني ته ګټه ورسیږي.
هلمند مرکز لښکرګاه ښآر کي داسي مهال یو لوی د ودونو صالون جوړیږي چي له دې وړاندې یې ساري ندی لیدل سوې.
حافظ احمد نصرت
سکون راډیو