هلمند کې د بریښنا نشتوالې صنعتي فابریکو فعالیتونه له ځنډ او خنډ سره مخ کړې دي.

پدې ورستیو کې پر هلمند ـ کندهار ولایتونو برېښنا پري سوي او په مرکز لښکرګاه ښار کې د صنعتي فابریکو مسوولین وایې ، زموږ د فابریکو فعالیتونه د ځنډ او خڼد سره مخ سوي . دي
مرکز لښکرګاه ښار دریمه حوزه بولان سيمه کې د پنبې د پروسیس یوي فابریکې څښتن فرید احمد سکون راډیو ته وویل ؛ دغه فابریکه باندي ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کړي دغه ورستیو کې برېښنا پر هلمند او کند هار ولایتونو پري سوي زموږ د فابریکي تولیداتو کچه کي هم کموالی راغلی دی ،
هغه زیاته « اوس فابریکه په ډیزلي برېښنا چلوو د ورځې په اته ساعت کې ۲۸۰ ليټره تېلو مصارف کوي مخکي چې کجکي برېښنا وه ۲۴ ساعت مو فابریکه چلانده وه «
هغه همداراز زیاتوي که چیري د کجکي برېښنا وي زموږ مصارف درې فیصده کمېږي او ګټه مو دوه برابره کیږې اوس چې ډیزلي برېښنا څخه استفاده کوو هغه باندي زموږ مصارف لا نشي پوره کېدلای .
نوموړی وایې « ډیزلي برېښنا له کاله ۸۰ لکه افغانۍ پرموږ لګښت راځې او د کجکي برېښنا لګښت په کلنې ډول ۴۰ لکه افغانۍ دی او زموږ سره په یاده فاریکه کې اوس دورخې لخوا ۴۰ تنه پرکارسوي او که چیري کجکي برېښنا وي بیا د شپي لخوا هم فابریکه چلانده وي «
په همدي حوزه کې د یو بلي دپنبي د پروسیس فابریکې مسوول سیدرحمان ویال وایې ، کجکي برېښنا موږته په کمه بیه تمامیږي او ډیزلي برېښنا قیمت ده . دده په خبره که چیري د برېښنا شرکت د صنعتي فابریکو سره په همږغۍ کجکي برېښنا بند کې یو توربین برېښنا ورته ځانګړي کړي د صنعتي فابریکو ستونزي به یاده برخه کې ورسره حل سي .
هغه زیاته وي « د برېښنا شرکت مسوولین که چیري صنعتي فابریکو ته یو توربین برېښنا ورکړي دا به د دغه صنعتي فابریکو تولیداتو په کچه کې زیاتوالی راسي او بل به نور صنعت کاران د لته پانګونه زیاته کړي او نوري فابریکي به هم فعاله سي«
په ورته وخت کې بیا په دغه ولایت کې د صنتعي فابریکو د اتحادي مسوول حاجي رحمت الله نظري سکون ته وویل ؛ په دغه ولایت کې تر ۷۰ پوري بېلا بېلي فابریکې فعالیت کوي او په یادو فابریکو کې ۱۰زره کسانو ته د کار زمینه برابره سوي او په خبره یې د ا بي زورګا ر خلکو او دولت لپاره لویه لاسته راوړنه ده .
هغه وایې « که چیري برېښنا یادو صنعتي فابریکو ته په ځانګړي ډول ورکړل سي دا به د هغه خلکو ته چې په دغه فابریکو کې کار کوي هغوي پر دندو پاتې سي به یادو فابریکو څښتنان به هم ګټه وټه هم تر ډیزلي برېښنا زیاته سي «
بلخوا بیا د هلمند د برېښنا شرکت رییس حافظ هیدات الله محمد وایې ، پر هلمند ـ کندهاولایتونو د برېښنا پري کېدو لوي علت کجکي برېښنا بند کې د اوبه سطحه کښته ښه یې
نوموړي وایې ، که چیري اوبه په کافي اندازه سي هم به هلمند او کندهار ولایتونه د برېښنا څخه برخمن سي .
« هغه وویل ؛ کجکي برېښنا بند کې کافي اوبه نشته اوبل د کال په دغه موسم کې ۴۰ ورځې برېښنا قطعه کېږي د اوبو د ذخیره کولو په موخه او که چیري اورښتونه وسي د کرنې لپاره اوبه هم ایله کېږي او هم برېښنا «
د یادونې وړ ده، د کجکي برېښنا بند باندي شپږ توربینو نصب سوي او که چیري شپږ واړه توربینونه فعال وي، دغه بند د ۱۵۰میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري چې د هلمند او کندهار ولایتونو تر څنګ ددې ولایت یو شمېر سيمي او ولسوالیواوسېدونکي هم له برېښنا څخه برخمنې سي.
حافظ احمد نصرت
سکون راډیو