هلمند مارجه ولسوالۍ کي د ۱۱ لوبډلو په ګډون د و الیبال شپنۍ ټورنمینټ ترسره سوو.
دا د هلمند مارجي ولسوالۍ کي د شپنۍ ټورنمنټ لپاره د سلګونو کسانو را ټولیدنه ده.
د هلمند والیبال فدراسیون مسولین وایي چي ددې لوبو په لاره اچونې څخه یې موخه دا ځوانانو ترمنځ یوالي،اتفاق او همږغي رامنځته کول دي.
د مارجي ولسوالۍ امنیتي مسولین هم دا ډول تورنمیڼټونه په لاره اچولو څخه خوښي ښي او زیاتوي چي بشپړه چمتوالۍ لري ترڅو لوبغاړو لپاره امنیتي تدابیر ونیسي او لوبي د امن په فضا کي ترسره کړي.
ددې شپني ټورنمینټ یو شمیر لوبغاړو سکون راډيو ته وویل خوښ دي چي په دا ډول سیالو کي برخه اخلي دوی وایي ورزش د صحت ضامن دی او ځوانانو ته باید لا ډیر فرصتونه برابر سي ترڅو د امن په اډانه کي لوبي او سیالۍ ترسره کړي.
هلمند مارجه ولسوالۍ کي داسي مهال د یو ۱۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال شپنۍ سیالۍ ترسره کیږي چي څه مود وړاندې هم ورته لوبي په لاره اچول سوي وي.
سیدولي نور ي
سکون راډيو