هغه روبوټ چې باغونو کې مضر بوټي پېژني او له منځه يې وړي.

Jan 2, 2023 - 12:16
 36
هغه روبوټ چې باغونو کې مضر بوټي پېژني او له منځه يې وړي.
ګنده يا مضر بوټي هغه خپلسري شنه کېدونکي نباتات دي چې باغونو او نورو کرنيزو ځمکو کې د فصلونو په منځ کې راشنه کېږي او کرنيز محصولات ودې او نمو ته نه پرېږدي.
ځيني وخت د دغه بوټو د لېرې کولو لپاره کيمياوي مواد کاريږي خو بيا يې ضرر دا دی چې دغه کيمياوي توکي په خاوره او کرنيزو محصولاتو ناوړه اغېز کوي او اړخيز زيان رامنځ ته کوي.
د Harry په نوم دغه روبوټ پرته له دې چې کيمياوي مواد استعمال کړي، کولی شي چې په ښه ډول ګنده بوټي وپېژني او بيا يې له بېخه له منځه يوسي. Harry نومي روبوټ له برېښنا ګټه اخلي او هېڅ ډول ضرر کرنيزې خاورې او باغونو ته نه لري.

سکون راډیو