هلمند کي د ژورنالیزم اساساتو دری ورځنۍ ورکشاپ پاي ته ورسید.

نن دوشنبه د ۱۴۰۲ هـ ش کال د لوي میاشتي نهه نیټه د هلمند ولایت ازادو رسینو او خبریالانو خپلواکي ټولني له لوري د ژورنالیزم د اساساتو دري ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید.
دا ورکشاپ چي دهمدې اتحادي په نوښت د هلمند بارک صنعتي شرکت په مالي ملاتړ په لاره اچول سوې وه نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ کي پای ته ورسید.
د هلمند ولایت د خبریالانو ټولني ریس وحیدالله وحدت سکون راډیو ته وویل؛ چي یاد ورکشاپ کې یې د دریو ورځو په جریان کي د
خبر،ویاندویي فن،رسنیزو اخلاقو او ویدیو ژورنالیزم اړوند موضوعات ګډون والو ته وړاندې کړل.
د دوي په خبره چي دا ورکشاپ یې د اتحادیی په نوښت وړاندي کړ او د رسینو له ملاتړو بنسټونوڅخه هم غوښتنه وکړل ترڅو هلمند ته دې برخه کي جدي پاملرنه وکړي.
ددې ورکشاپ یو شمیر ګډون والو سکون راډیو سره د مرکي پر مهال وویل زیات خوښ دي چې د ظرفیت لوړونې په یو داسې مهم روزنیز پروګرام کي ګډون کوي.
دوي وایی چي د دریو ورځو په جریان کي د خبرجوړونې،ویاندویی،رسنیزو اصولو او ویډيو ژورنالیزم برخه کي ډیر څه زده کړي دي،دوي د داسي پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړل او د رسینو له ملاتړو بنسټونو څخه یې هم د ظرفیت لوړونې د داسي اړینو ورکشاپونو د جوړولو غوښتنه وکړل.
هلمند کي داسي مهال د هلمند ازادو خبریالانو او د سیمه ایزو رسنیو کارکوونکو ته دري ورځني ورکشاپ پای ته رسیږي چې دې ولایت کي خبریالان او رسنۍ د اقتصادي ستونزو سره سره د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو د ډیروالي غوښتنه کوي.
سکون راډيو
حافظ احمد نصرت