سکون رسنیز ګروپ د ژورنالیزم د اساساتو له یوی میاشتني روزنیز کورس څخه اته تنه ځوانان فارغ کړل.

Jun 17, 2023 - 15:12
Jun 18, 2023 - 12:52
 23
سکون رسنیز ګروپ د ژورنالیزم د اساساتو له یوی میاشتني روزنیز کورس څخه اته تنه ځوانان فارغ کړل.

سکون رسنیز ګروپ د رسنیزو خدمتونو د وړاندي کولو سر سره هلمند کي د ژورنالیزم د ودې او پرمختګ لپاره څه موده وړاندې د ژورنالیزم د اساساتو د زده کړي یو میاشتني کورس پیل کړل چي پرون یې د یولړ مراسیمو په ترڅ کي اته تنه ځوانان د ژورنالیزم له زده کړو فارغ کړل.

دې مراسیمو کي د حکومتي مسولینو ترڅنګ د رسنیومسولینو،او ګڼ شمیر هلمند میشتو خبریالانو ګډون کړي وو.

ددې روزنیز ورکشاپ په اړه د سکون رسنیز ګروپ مسول حافظ احمد نصرت وویل: چي د یوي میاشتي په موده کي یې د ژورنالیزم د اساساتو ترڅنک د راپور جوړونې،خبر،رسنیزو اخلاقو،ویډيو ژورنالیزم،انلاین ژورنالیزم سایبري امنیت او خواله رسنیو اړوند بیلابیلي ټولګي لرلي چې برخه والو ته یې د نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړې هم ورکولې.

فراغت غونډ ه کي دهلمند داطلاعاتو اوفرهنګ ریاست مرستیال مولوی محمد قاسم ریاض وویل: چی موږ د سکون رسنیز ګروپ څخه منندوی یو چې د ځوانانو دپرمختګ لپاره زمینه مساعده کړی ده اوهیله یی څرګند کړه چې هغه بنسنټونه چی د ژورنالیزم په برخه کې کارکوی هغوی هم داسی روزنیز پروګرامونه په لار واچوی چی دهلمندی ځوانانو ظرفیت لوړ او ژورنالیزم برخه پرمختګ وکړي.

په هلمند کي  د خبریالانو د ټولنی ریس وحیدالله وحدت نویو فارغ سو ځوانانو ته د مبارکي ترڅنګ  زیاته کړل هره برخه کی چی مسلکتو ب منځته راځی هغه برخه ډیره پیاوړۍ کیږی په خاص ډول ژورنالیزم کې  نوموړی زیاته کړه چې دنورو رسنیو دمسوؤلینو څخه موهم غوښتنه داده چی کوم کسان چی د جذب وړتیا ولری هغوی جذب کړی ترڅودمسلکیتوب لپاره به مو یوبل ګام هم پورته کړي وی.

هلمند کي د یو شمیر خصوصي رسنیو مسولینو هم دا یو نیګ ګام یاد کړ او په وینا چي داسي پروګرامونه د ژورنالیزم د بقا او مسلکي توب په لور د ګامونو اخیستل دي. دوي د رسنیو د ملاتړ له بنسټونو هم غوښتنه وکړل چي د ظرفیت لوړوني برخه کي لاس تر زني نه  کښیني.

ددې  روزنیز پروګرام یو شمیر فارغانو  دسکون راډیو سره په  خپل خبروکې خوښی څرګنده کړه نوموړو زیاته کړه چې موږ په دی پروګرام کی چی څه باندی یوه میاشت یی په برکی ونیوي ترې مو ډیر څه زده کړل  اوغوښتنه یی وکړه چی نور داسی پروګرامونه دي هم جوړسي تر څو د ځوانانو ظرفیت لوړونې ته نورهم کار وسی او نوی ځوانانو د ژورنالیزم ډګر ته راسي.

هلمند کي داسي مهال سکون رسنیز ګروپ یو شمیر ځوانان د ژورنالیزم له روزنیز او ښوونیز کورس څخه فارغ وي چې اوس وختونه کي ډیرۍ رسني د مالي او اقتصادي ستونزو له کبله تړل سوي دي او ګڼ شمیر خبریالان یې بي د ندي سوي دي.

عبدالباعث وحیدي

سکون راډیو