پاکستان کې د اورګاډي چپه کېدو پېښه کې د وژل سویو کسانو شمېر ۳۰ او د ټپیانو ۵۴ ته رسېدلی

Aug 7, 2023 - 13:53
 92
پاکستان کې د اورګاډي چپه کېدو پېښه کې د وژل سویو کسانو شمېر ۳۰ او د ټپیانو ۵۴ ته رسېدلی

پاکستان کې چارواکي وايي،‌ د یوه اورګاډي د اوښتو پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل سوي او ۵۴ نور ټپیان دي.‌

په سیمه کې لا هم د ژغورنې عملیات روان دي او ویل کیږي د مړو او ټپیانو دا شمېرې وروستۍ نه دي.

دغه پېښه د پاکستان د سېند ایالت په شنغر ولسوالۍ کې سوې ده او دا اورګاډی له کراچۍ نه حویلیو سیمې ته روان و.‌

پېښه هغه مهال رامنځ ته سوې چې د هزاره اېکسپرېس په نامه اورګاډی له خپلې لیکي ووت او چپه سو.‌