ملګري ملتونه: د ترکیې او یونان پر پوله د موندلو سویو کډوالو په اړه دې څېړنې وسي!

Oct 17, 2022 - 15:44
 40
ملګري ملتونه: د ترکیې او یونان پر پوله د موندلو سویو کډوالو په اړه دې څېړنې وسي!

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې د ترکیې او یونان پر پوله د څه نا څه سل تنو بې جامو سړیو پر موندل کېدو "ژوره اندېښنه" ښودلې.

ترکیه او یونان پړه پر یو بل اچوي.

اتن د ترکیې دا کړنه "مدنیت لپاره شرم" بللی او انقره بیا یونان پر "وحشت" تورنوي.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د دغو کسانو په تړاو رپوټونه او د هغوي خپاره شوي عکسونه خورا هېښوونکي بللي‌ او د څېړنو سپارښتنه یې کړې ده.

یوناني پولیسو ویلي دغه ۹۲ سړي یې چې جامې یې په تن نه وې او ځینې ټپي‌ هم دي، د جمعې پر ورځ شمال کې ترکیې سره پولې ته نږدې ژغورلي‌ دي.

اتن کې چارواکي وايي د اروپایي‌ ټولنې له سرحدي اژانس 'فرنټېکس' سره ګډو څېړنو کې داسې شواهد په لاس ورغلي چې ښیي دغه کسان په ټوپونو د اېوروس سیند له لارې له ترکیې ور اوښتي دي.‌

د یونان حکومت ویلي دغو کسانو ته په سملاسي توګه جامې،‌ خواړه او لومړنۍ مرستې برابرې شوې، خو دا لا روښانه نه ده چې جامې یې ولې په تن نه وې.

فرنټېکس وايي له دغو سړیو ډېر د افغانستان او سوریې اتباع دي او دا چې د دغه سازمان د بنسټیزو حقونو مسوول ته له حقونو د جدي سرغړونو خبر ورکړ سوی دی.

یونان او ترکیه له اوږدې مودې راهیسې د ناقانونه کډوالو پر سر لانجه کې ښکېل دي.‌

د یونان د مدني خوندیتوب وزیر د دغه هېواد تلویزیون سره خبرو کې ادعا کړې چې ګڼو کډوالو فرنټېکس ته ویلي چې "د ترکیې دریو پوځي‌ موټرونو" دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په توګه د دغه غځېدلي سیند تر غاړو لېږدولي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې د یونان د کډوالۍ وزیر نوتیس میتاراچي پر خپل ټویټر لیکلي وو چې له کډوالو سره د ترکیې چلن مدنیت ته شرم دی. هغه زیاته کړې وه اتن تمه لري چې انقره د دې پېښې په تړاو څېړنې وکړي او اروپايي ټولنې سره خپله پوله خوندي کړي.

خو د ترکیې حکومت دې ته تر ټولو په لوړه کچه غبرګون وښود او د ولسمشر رجب طیب اردوغان په استازولۍ یې د ټویټر څو پیغامونو کې په دې پېښه کې خپل مسوولیت رد کړ او برعکس د دغه "غیر انساني" حالت پړه یې پر یونان واچوله.

اوس 'یو اېن ایچ سي ار' بی بی سي ته ویلي "موږ هر ډول وحشیانه او سپکوونکی چلن غندو او د بشپړو څېړنو غوښتنه کوو."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره میاشت ملګرو ملتونو ته وینا کې یونان تورن کړ چې د اېجین سمندر یې د کډوالو په "هدیره" بدل کړی او زیاته کړې یې وه چې ګوندې دا ګاونډی یې د کډوالۍ "ظالمانه سیاستونه" پلې کوي.

یونان په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې اروپا ته د ناقانونه کډوالۍ د کړکېچ اوج پر مهال لومړۍ کرښه پېژندل کېده.

‌دغو کلونو کې شاوخوا یو میلیون کډوال چې په افغانستان، عراق او سوریه کې له جګړو او لوږې تښتېدلي وو، دغه هېواد ته رسېدلي او ډېر یې له ترکیې ور اوښتي وو.

که څه هم وروسته له دې لارې اروپا ته د ځان رسولو هڅې کمې شوې، خو یوناني چارواکي وایي په دې وروستیو کې بیا له ترکیې د ورتلونکو کډوالو شمېر ډېر شوی.

دغه هېواد له ترکیې غواړي چې په ۲۰۱۶ کال اروپايي ټولنې سره د کډوالو په تړاو لاسلیک کړی تړون عملي کړي.

انقرې د دغه تړون له مخې ژمنه کړې چې د اروپايي‌ ټولنې د میلیاردونو یورو مرستې بدل کې به د دې ټولنې پر لور د کډوالو د ورتګ د جریان مخه نیسي.

بلخوا یونان پتیېلې چې ژر شمال کې ترکیې سره پر شاوخوا ۴۰ کیلومتره پوله د ناقانونه کډوالو د ورتګ مخنیوي لپاره تار او جال وغځوي.‌