هلمند کي د غوا ګانو د پوستکي ناروغۍ واکسین پیل سوو.
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او د یارلسو ولسوالیو کي د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ څارویو ته پنځه څلویښت زره دوزه د لمبی سکین یا د غواګانو د پوستکي ناروغۍ واکسین تطبیق کیږي یاد واکسين نن د زرعت ریاست په چوکاټ کي د حیواني روغتیا مدیریت له لوري دیرشو وترنرانو ته ورکړل سوو تر څو په مرکز او بيلابیلو ولسوالیو کي یې تطبیق کړي.
د یاد واکسین د وېش پر مهال د هلمند ولایت د حیواني روغتیا امر وویل چي دغواګانو د پوستکي ناروغي د حیواناتو یو ساري ناروغي ده چي درملنه نه لري هغه وویل: دا ویروس تېر کال د افریقایي هیوادونو څخه هلمند او یوشمېر نورو ولایتونو ته راغلي وه چي د واکیسن په تطبیق سره یاد ویروس کم سوی دی.
په ورته وخت کي وترنران هم لمبي سکین یو خطرناک ویروس یادوي او ژمنه یي وکړه چی ورکړل سوی واکسپين به په ښه توګه تطبیقوي تر څو یاد ویروس له منځه ولاړ سي.
په همدې حال کي مالداران هم خوښ دي چي دا ډول واکسینونه ورکول کیږي دوی له حکومت او اړوند بنسټونو وغوښتل چي د ورته نورو ناروغیو لپاره له هم له دوی سره مرسته وکړي تر څو دوی له مالي زیانونو څخه ژغورل سي.
هلمند ولایت کي داسي مهال د لمبي سکین یا د غواګانو د پوستکي ناروغي واکسین پیل کیږي چي تیر کال د هلمند په شمول په یو شمیر ولایتونو کي د یاد ویروس د واکسین دوه لکه او شل زره دوزه تطبیق سوی وو چي مثبته نتیجه یي ورکړې وه.
کرم خان سمسور
سکون راډیو