هلمند میشتي خبریالان د ظرفیت لوړونې د روزنیزو پروګرامونو غوښتنه کوي.
هلمند کي د نړیوالو او خصوصي رسنیو خبریالان په دې ولایت کي د خبریالانو له لپاره د ظرفیت لوړوني د پروګرامونو غوښتنه کوي،دوی وایی د وروستي تحول په راتګ سره ګڼ شمېر مسلکي خبریالانو د اقتصادي او نورو ستونزه په خاطر خپلي دندي له لاسه ورکړي او پر ځای یی نوي ځوانان دغي برخي ته راغلي دوی د دولت او نړیوالو بنسټونو څخه ددې خبریالانو لپاره د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو غوښتنه کوي.
په ورته وخت کي د هلمند سیمه ایز مسولین هم ډاډ ورکوي چي هر نړوال بنسټ چی غواړی په دې برخه کي کار وکړي دوی ورته هرکلی وایی او په خبره یی چی په راتلونکي هم د رسنیو او خبریالانو سره د خپل وس او توان مطابق په یاده برخه کي مرستي وکړي.
هلمند کي خبریالان داسي مهال د خبریالانو د ظرفیت لوړوني د پروګرامونو غوښتنه کي چي تازه په دې ولایت کي یوشمېر خبریالانو او د رسنیو کارکونکو ته د افغان خبریالانو د خونديتوب کمېټې له خوا د لومړنیو روغتیایي مرستو یو ورځنۍ ورکشاپ وړاندي سو. مسولین یی وایی چي دوی هڅه کوی راتلونکي کي دا او دې ته ورته نور پروګرامونه لا ډېر کړي.
هلمند کي داسي مهال خبریالان د ظرفیت لوړوني د پروګرامونو د ډېریدو غوښتنه کي د چي د اسلامي امارت په راتګ سره په هیواد کي ګڼ شمېر رسنیو د اقتصادي او نورو ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولی دي چي ورسره ډېری خبریالانو خپلي دندي له لاسه ورکړي.
کرم خان سمسور
سکون راډیو