خوست د پکتیا لوبډلې ته د ۹۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه

Dec 8, 2024 - 15:25
 19
خوست د پکتیا لوبډلې ته د ۹۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د ځوانانو راډیو په نوښت او د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې په همکارۍ د ۸ ولایتونو ترمنځ د کرکټ شل اوریزو سیالیو په لړ کې تېره ورځ د خوست او پکتیا ولایت لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه چې د خوست ولایت لوبډلې د پکتیا ولایت لوبډلې ته د ۹۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه لوبه د خوست ولایت اړوند په شهید رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه چې په ترڅ کې یې د خوست ولایت کرکټ لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۲ ویکټو په زیان سره د صابر ګربز ۱۰۱ او ایمل شاهین ۱۰۷ ناسوځیدلو منډو پرمټ ۲۲۲ منډې جوړې کړې.
د دغه هدف په ځواب کې د پکتیا ولایت لوبډلې د لوبې ۱۶.۱ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان ۱۲۳ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې د ۹۹ منډو په توپیر سیالې خوست لوبډلې ته وبایلله. د خوست لوبډلې په ګټه عمران دلپوري غوره توپ اچونه وکړه او ۵ ویکټې یې ترلاسه کړې وې او د لوبې غوره توپ اچوونکی ونومول شو.  
دغه راز صابر ګربز د یادې لوبې غوره لوبغاړی او ایمل شاهین بیا د لوبې غوره توپوهونکی ونومول شو.
د یادونې وړ ده ده چې د دغې لوبې په ګټلو سره د خوست ولایت لوبډله د ځوانانو راډیو جام دویم پړاو ته ورسېده.