د هلمند لرغوني سیمي کلا بست کي عامه کتابتون پرانیستل سوې.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د هلمند مرکز لښکرګا ښار په شمول د سنګین او ګریشګ ولسوالیو ترڅنګ د بست لرغونې سیمه کي د لوستوونکو لپاره د علامه ابن حبان بستي عامه کتابتون پرانیستل سوې چې زرګونه جلده بیلابیل کتابونه یې د عام لوستونکو په واک کي ورکړي دي.
بلخو بیا د هلمند دې لرغونې سیمي بست ورغلي سیلانیان خوښي څرګندوي چې دې سیمه ورته د ازادي مطالعي فرصت برابر سوې دی.
دا د لښګرګاه ښار په جنوب اته کیلومتري کي پرته د بست کلا تاریخي سیمه ده چې زرګونه کلونه وړاندې د نو شیروان عادل د واکمنۍ پر مهال جوړ سوې ده او د خپل تاریخي مخیني له هره ورځ ورته د هیواد دننه او بهر څخه یو شمیر سیلانیان لیدو ته راځي.
اوس تازه ددې تاریخې کلا په څنډو کي د هلمند د اطلاعاتو فرهنګ ریاست له لوري د علامه ابن حبان بستي عامه کتابتون پرانیستل سوې دی.
د هلمند د اطلاعاتو فرهنګ ریاست مسولین وايي ددې کتابتون له پرانیستلو یې موخه د مطالعي د فرهنګ دودول او ځوانان هڅول دي ترڅو مطالعه وکړي د دوي په خبره دې کتابتون کي یې زرګونه جلده بیلابیل کتابتونه د عامو لوستونکي په واک کي ورکړي دي ترڅو ښه استفاده ورڅخه وکړي.
بل لور ته بیا دې لرغوني سیمي بست کلا ته ورغلي سیلانیان خوښي څرګندوي چي د مطالعي لپاره ورته ښه فرصت برابر سوې دی، د دوی په خبره کله چي ددې سیمي لیدو ته راځي نو د سیل ترڅنګ به بیلابیل کتابونه هم مطالعه کوي ترڅو یې علمي پانګه زیات سي.
هلمند بست تاریخي سیمي کي داسي مهال یو عامه کتابتون د لوستونکو پر مخ پرانیستل کیږي چي د مرکز لښکرګاه ښار په ګډون د هلمند په سنګین او ګریشک ولسوالیو کي د هلمند اطلاعاتو فرهنګ ریاست له لوري له وړاندې عامه کتابتونونه د ځوانانو پر مخ پرانیستل سوې وه .
حافظ احمد نصرت
سکون راډیو