هلمند کي د بي پوله ډاکټرانو نړیواله ټولنه: شاوخوا ۳۰۰ زره ناروغانو وړیا درملنه مو کړي ده.

Nov 17, 2024 - 15:59
 22
هلمند کي د بي پوله ډاکټرانو نړیواله ټولنه: شاوخوا ۳۰۰ زره ناروغانو وړیا درملنه مو کړي ده.

افغانستان کې د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنې مسوولان وايي چې تېرکال یادې ټولنې په هلمند کې د ۳۰۰زره ناروغانو درملنه کړې.

دغه څرګندونې د بې‌پوله ډاکترانو ټولنې د افغانستان مسوول میکایل لوپي، د یادې ټولنې د زون مسووله باربرا، ولایتي مسوول ارکین کسیکلي، د هلمند مرستیال والي سره په لیدنه کې کړي دي.

هلمند د یادې ټولنې ورغلي پلاوي همداراز زیاته کړې چې دغه ولایت کې به خپلو روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکړي.

بل‌خوا د هلمند مرستیال والي مولوي محمدنبي حماس دې لیدنه کې له بې‌پولې ټولنې غوښتنه کړې چې خپل روغتیايي خدمتونه دې پراخ او ډېر کړي.

نوموړي ویلي: «لرې‌پرتو ولسوالیو کي شته روغتیایي مرکزونه د خلکو روغتیایي ستونزو ته د رسېدنې بشپړ ظرفیت نه‌لري؛ نو اړینه ده چې روغتیایي مرکز په ډاکترانو، درملو او طبي سامان الاتو مجهز کړل شي، څو د خلکو روغتیایي ستونزې حل او خدمات پیاوړي شي

 

هلمند والي د لاښو خدمتونو وړاندې کولو، چارو کي روڼتیا، د ولایتي او نورو روغتونونو سره د همکارۍ هیله څرګنده کړې او له خپل لوري یې په اړوند برخو کې د همکاري ډاډ ورکړ.

 

د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنه د بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ او عامې روغتیا وزارت سره په نږدې همکارۍ افغانستان کې شاوخوا له ۱۵ کلونو راهیسې د هلمند سربیره په یو شمیر نورو ولایتونو کي خلګو روغتیایي چوپړتیاوي وراندي کوي.

حافظ احمد نصرت

سکون راډیو