په ننګرهار کې د شاتو مچیو د روزنې کاروبار غوړېدلی دی

Apr 12, 2023 - 21:21
Apr 13, 2023 - 18:15
 35
په ننګرهار کې د شاتو مچیو د روزنې کاروبار غوړېدلی دی
د ننګرهارکانال رياست مسؤلین وايي، په څلورګونو فارمونو کې اوسمهال د شاتو مچیو روزنې سکټور په غوړېدو دی اوپه دې برخه کې ګڼ شمېر هېوادوال په کاروبار بوخت دي .
د عسلو کاروباریان وايي، چې پلوڅه عسل ، شینشوبې عسل او د بېرې عسل دلته په ننګرهارکې ډېر مینه وال لري .
د ننګرهارکانال په شته فارمونو کې د مچیو د روزنې زمینه مساعده ده او دا مهال د هېواد د نورو ولایتونو څخه ډېرو کسانو مچۍ ننګرهار کانال یادو فارمونو ته راوړي دي چې دلته ‌یې روزنه وکړي او ترې ښه عسل ترلاسه کړي.
سکون راډیو