د کال د څلور غوره ترانه ویوونکو تر منځ د سیالۍ ځانګړې مراسم ترسره سول

Mar 17, 2026 - 22:55
Mar 17, 2026 - 23:21
 17
د کال د څلور غوره ترانه ویوونکو تر منځ د سیالۍ  ځانګړې مراسم ترسره سول

هلمند کې د سکون راډیو په نوښت او هڅو راپیل سویو سیالیو مراسم تېره شپه د یادې راډیو په انګړ کې د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې ولمانځل سول.

په دې مراسمو کې د دولتي ادارو استازیو او درسنیو مسوولینو ګډون کړی و،چې پر مهال یې د کال څلور غوره  ترانه ویوونکي د دې ولایت اوسېدونکو ته ور وپېژندل سول.

د روژې میاشتې په مناسبت د نعت ویوونکو ترمنځ دغه سیالي د سکون راډیو په هڅو پر لاره اچول سوي وه،چې دې سیالیو لپاره د مرکز او بېلا ـ بېلو ولسوالیو سلګونه نعت ویوونکو نوم لیکنې کړې وې او ترڅو پړاونو وروسته د کال څلور غوره نعت خوانان ټولنی او خلګو ته و ورپیژندل سول.

د سکون رسنیز ګروپ د مسول حافظ احمد نصرت  په خبره چې یاده پروسه یې د هلمند مېشتو نعت ویوونکو د هڅونې، ملاتړ د دې هنر سره د هغوی د لا بلدتیا او نوي مهارتونو د ارزولو په موخه راپیل کړی.

د نوموړي په خبره چې نعت ویوونکو دې پروسې ته د روژې میاشتې تر رارسېدو یوه میاشتې وړاندې نوملیکنه کېږي او هر کال ورته د مرکز لښکرګاه ښار سربېره د بېلا ـ بېلو ولسوالیو  او سیمو سلګونه تنه نعت ویونکي په ډېره لېوالتیا سره نوم لیکنه کوي.

ورته مهال بیا د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوی شیرمحمد وحدت د یادې پروسې په ترسره کېدو سره خوښي وښوده او په دې برخه کې د سکون ادارې هڅې او زیار د ستاینې وړ وبللې.

دوی وویل چې راتلونکي کې به د نعت ویوونکو د هڅونې او پرمختګ په برخه کې د سکون راډیو سره خپلې همکارۍ ته لا نور هم دوام ورکړي.

د غه راز د هلمند د امنیه قوماندانۍ او د ژورنالیستانو د اتحادیې  مسولینو  وویل چي دا ډول سیالۍ د نعت ویوونکو پر  مسلکي توب باندې مثبت اغیز کوي او دې هنر سره د هغوی لېوالیتا او مینه لا نوره هم زیاتوي

دوی هم د وینا پر مهال د سکون راډیو دا نوښت او ابتکار وستایه او د خپل اړخه یې د همکارۍ ژمنې وکړې.

ددې سیالیو د سږکال ګټوونکو او غوره ترانه ویوونکو سکون راډيو سره د خبرو پر مهال خوښي وښودل او دا ډول پروسي د ادب او نعت خواني د پرمختګ برخه کي مهمي وبللي.

غونده کي نعت خوانانو ښکلي ترنمونه او شاعرانو ښکلي شعرونه وویل او پروګرم بڼه یې نوره هم رنګینه کړل

دنعت ویوونکو ترمنځ سیالي په ۱۴۰۱ کال کې په لومړی ځل هلمند کې د سکون راډیو له لوري پیل سوې، سږکال د دې سیالیو څلورم پړاو و،چې ورته ۲۵۳ تنو نوملیکنه کړې وه له  منځه ۱۰۰ تنه انتخاب سوه او بیا د ددغو سلو تنو له منځه ۲۰ کسان انتخاب او د سیالۍ پروسې ته ورداخل سوه.

 یادونې وړه ده چې سږکال مولوي ګل احمد حیدري لومړی ،سیدمحمد مینه دوهم، نقیب الله وحدت درېیم  او فاروقي هلمند څلورم مقام ګټونکي نعت خوانان اعلان سول.