د هلمند مرکز لښکرګاه ښار سیند باندي جوړسوي پل سره خلک په ستونزو کې دي .
د هلمند مرکز لښکرګاه ښار باندي د لسو ولسوالیو خلک چې سېند باندي جوړسوي پله سره خلک په ستونزو کې دي یاد خلک شکایت کوي د وسایطو د بیر او بار له امله دغه پل په ساعتونو ساعتونو بند وي او بیړني ناروغان یې په همدي پل له امله له ستونزو سره مخ کیږي .
بلخوا بیا مسوولین وایې ، د باباجې ولسوالۍ ته څیرمه د هلمند سېند باندي د بل پول جوړولو کارونه به په لنډ وخت پیل سي په بشپړه کېدو سره به د خلکو دغه ستونزو ورسره کمي سي
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اوسېدونکي پر هلمند سیند جوړ شوي پل له زیاتې ګڼې ګوڼې شکایت کوي.
دوی وايي، دغه پل د زیات بیروبار له امله ډېر وخت د ساعتونو لپاره بند پاتې وي او خلک له جدي ستونزو سره مخ کوي.
دوی زیاتوي چې د پله د بندښت له امله ناروغان پر وخت روغتون ته نه رسېږي او ځینې یې آن د لارې په اوږدو کې ساه ورکوي. دوی له مسوولو چارواکو غواړي چې د اوسني پله ترڅنګ یو بل پل هم جوړ کړي، څو د خلکو ستونزې راکمې شي.
د لښکرګاه دوه اوسېدونکي، سیف الله او شاه ولي، په دې اړه سکون راډیو ته وایي:
سیف الله وایي: «دغه پل له سهار څخه اکثره وخت تر ماښامه پورې بند وي. خلک ناروغان له ځان سره لري، خپلې اړتیاوې نه شي پوره کولای. که چېرې د دې پل ترڅنګ بل پل جوړ شي، خلک به ورسره هوسا شي.»
شاه ولي: «د دې پله ستونزې ډېرې دي. له خلکو سره ناروغان، ټپیان او معیوبین وي، خو پر وخت روغتون ته نه رسېږي. زموږ غوښتنه له دولت دا ده چې د خلکو د دې سترې ستونزې د هواري لپاره بل پل جوړ کړي.»
په ورته وخت کې د هلمند د ټرافیکو مدیریت مسوولین د پله بندښت لامل د وسایطو زیات تګ راتګ بولي.
د ټرافیکو مدیریت د ښاري تنظیم امر سیف الرحمن وايي، د ناروغانو د تېرېدو لپاره ځانګړې اسانتیاوې برابرې شوې دي:
«د ناروغانو لپاره چې ښار ته راځي، موږ اسانتیاوې برابرې کړې دي. هره ورځ د سهار په مهال د نیم ساعت لپاره د ښار له لوري موټر تموو، څو ناروغان تېر شي.»
بلخوا، د هلمند د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، په باباجي ولسوالۍ کې د هلمند سیند پر سر د یوه بل پله د جوړولو چارې روانې دي چې له بشپړېدو سره به یې د خلکو ستونزې تر ډېره حل شي.
د یاد ریاست مالي او اداري مدیر، عطاالله عابد، سکون راډيو ته وویل: «په باباجي ولسوالۍ کې د سیند پر سر نوی پل جوړېږي. تمه ده چې له بشپړېدو سره به یې د اوسني عمومي پله بیروبار کم شي.»
د یادونې وړ ده چې د لښکرګاه اړوند اوسنی پل نه یوازې د هلمند د لسو ولسوالیو د تګ راتګ لویه لاره ده، بلکې هرات، فراه او نیمروز ولایتونه هم له همدې لارې له مرکز لښکرګاه ښار سره نښلول کېږي.
راپور: حافظ احمد نصرت