ګرشک ولسوالۍ کي يو شمېر صرافۍ د جواز نه لرلو له امله وتړل سوې

Jul 20, 2024 - 19:54
 22
ګرشک ولسوالۍ کي يو شمېر  صرافۍ د جواز نه لرلو له امله وتړل سوې
نن ورځ شنبه، د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ شهزاده صرافانو مارکېټ کي یو شمیر د تبادلي مرکزونه د جوازونو له درلودلو له کبله وتړل سول.
د تبادلو مرکزونو د تړلو اړوند د جوړي سوې کمېټې مشر فاروقي اغا ټولو صرافانو ته وویل: چي له دې وروسته ټول باید خپل جوازونه نوي کړي ترڅو بیاځلي څارنه کي ستاسي صرافۍ بندي نه کړل سي او خپل چاري مو باید د اصولو او مقرراتو مطابق تر سره کړئ.
نوموړي زیاته کړه چي نن مو د لیدنو پرمهال له د زیات شمېر صرافیو څخه څارنه وکړه چي په پایله کي هغه صرافۍ وتړل سوې کومو صرافیو چي کاري جوازونه نه لرل.
د ده په خبره چي جوړه سوې کمېټه دنده لري ترڅو په غیري قانوني توګه فعاله صرافیو ته اصولي لاري چاري ولټوي.
د یادوني وړ ده، چي څو ورځې وړاندې ټاکل سوي کمیټي مرکز لښکرګاه ښار کي هم ګڼ شمیر د تبادلې مرکزونه د جوازونو نه لرلو له کبله وکړلې.
سکون راډ‌يو