هلمند کي ۷۱ میلونه افغانیو په ارزښت د اوړو یو ستر میل(فابریکه) ګټي اخیستني ته وسپارل سول.

Jul 23, 2024 - 20:11
 35
هلمند کي ۷۱ میلونه افغانیو په ارزښت د اوړو یو ستر میل(فابریکه) ګټي اخیستني ته وسپارل سول.

هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار سردارګل محمدخان صنعتي ښار ګوټي کي د یو ملي پانګوال له لوري د ۷۱ میلونه افغانیو په ارزښت اوړو میل چي په څلروېشت ساعته کي درې سوه(۳۰۰) ټنه اوړه کولو وړتیا لري د یو لړ ځانګړو مراسیمو په ترڅ کي ګټي اخیستني ته وسپارل سو.

د فابریکې مسؤل  په خبره چي دغه فابریکه یې د ۷۱ میلونه افغانیو په ارزښت د دوو میاشتو په موده کي بشپړه او نن رسمآ ګټي اخیستني ته وسپارل.

دده په خبره چي دغه فابریکه په څلروېشت ساعتونو کي درې سوه(۳۰۰)ټنه اوړو کولو ظرفیت ولري او همدا شان په مستقیم او غیري مستقیم ډول به ۵۰۰ کسانو ته  پکښي د کار زمینه برابره سي.

ورته مهال بیا د صنعتي ښارګوتو  مسولینو په کور دننه د دا ډول پانګونې ملاتړ کوي او په خبره یې چي دا هلمندي ولسونو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.

په یاده فابریکه کي په دندو بوخت ګاریکر  بیا وایي دا ډېر د خوښۍ ځای دی چي په هېواد کي مو فابریکې جوړېږي او خلکو ته پکښې د کار زمینه برابرېږي.

دوی له حکومت او ملي پانګوالو غوښتنه وکړل چي په هیواد کي د ننه پانګوني ته پاملرنه زیات کړي ترڅو بیکاره ځوانان پر کار او د بیکاري کچه راټیټه سي.

هلمند کي داسي مهال د ۷۱ میلونه افغانیو په ارزښت د اوړ یو ستر میل یا فابریکه جوړیږي چي یاد ولایت دا مهال ۱۵۲ صنعتي فابریکي شتون لري او زرګونو کسانو ته پکي د کار فرصت برابر سوي دی.

حافظ احمد نصرت

سکون راډیو