لښکرګاه ښاریان د تیلو د ټیت کیفیت څخه سرټکوي.

Sep 5, 2024 - 19:07
 53
لښکرګاه ښاریان د تیلو د ټیت کیفیت څخه سرټکوي.

د هلمند ولایت مرکز لښکرګا ښار اوسیدونکي د تیلو د ټیټ کیفیت څخه شکایت کوی،دوی وایی هره ورځ یی نقلیه وسایل د خرابو تیلو له امله مستري ته ولاړ وي،دوی له دولتي مسؤلین څخه عوښتنه وکړل چي د یادي ستونزی د حل په موخه جدي اقدامات وکړي او هغه سودا ګرو او تیلو پلوونکي ونیسي چي په خلګو خراب او بي کیفیته تیل پلوري.

په ورته وخت بیا موټر جوړونکی هم یاد ستونزه مني او وایی چي هره ورځ ډېر شمیر داسي موټرونه ورته راځي چي د خراب تیلو له امله یې ماشینونه خراب  کړي وي چي موتر چلوونکو ته یې له امله زیات مالي زیان رسیږي.

په همدې مهال بیا د هلمند ولایت مقام د رسینو او اړیکو  دفتر وایی چي د ولایت مقام په مشرۍ یو ګډ پلاوی جوړ سوی په خبره یې چي یاد پلاوي ته دنده ورکړل سوي چي د تیلو پلورنکو سره ناستي وکړي تر څو د بې کیفیته تیلو مخنیوی وسي او هغه کسان چي خراب او بي کیفیته تیل پلوري په اړه یې لازم اقدامات ترسره سي.

لښکرګاه ښار اوسیدونکي داسي مهال د تیلو د ټیت کیفیت څخه شکایت کوي چي د هلمند سربیره په نورو ولایتونو کي هم خلګ له ورته ستونزه سره لاس او ګریوان دي چی دوی به مرکزی کچه د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

کرم خان سمسور

سکون راډیو