هلمند ترانسپورټ ریاست: تیز رفتاره موټرونه د افغانستان لاس کیلي ته بدلوو.
هلمند کي کي ټول هغه کوچنی موټران چی د افغانستان لاس نه وي یا جي پی ایس سیستم ونه لري تر دې وروسته به افغانستان لاس کیلي کیږی،جي پی ایس سیتم به پکښی نصبیږي او د ترافیکي قوانینو پر ټولو معیارونو به برابریږي.
دهلمند د ټرانسپورټ ریاست مسؤلین وایي چي موټر چلوونکو ته یې وخت ورکړي چي پریادو معیارونو ځانونه برابر کړي.
په ورته وخت کي بیا د هلمند ترافیکو مدیریت مسؤلین هم وایی که موټرونه په ترافیکي قوانینو برابر سي نو د ترافیکي پیښو په راکمولو کي په ډېره مرسته وکړي،دوی له تجارانو هم غوښتنه وکړي چی هیواد ته د افغانستان لاس کیلي موټرونه را وارید کړي.
پر همدې مهال یوشېر موټرچلونکي د یادي پریکړی څخه ناخوښه دی او وایی دوی دومره توان نه لري چي خپل موټرونو دی افغانستان لاس ته بدل کړي دوی وایی که دولت په دې برخه کی مالي مرسته ورسره وکړی نو دوی به خپل موټرونه افغانستان لاس کیلي ته بدل کړي.
هلمند کي داسي مهال موټرچلونکو ته په ترافیکی قوانینو د برابرېدو خبر ورکول کيږي چی په دې وروستیو کي د هلمند سربیره د هیواد په ګوټ ګوټ کي د ترافیکي پیښو د ډېریدو خبرونه ورکول کیږي.
کرم خان سمسور
سکون راډیو